د ایران ضد ګواښونو او تورونو ته ځواب نه ورکوو
خطیب زاده د آژانس په واکمنې شورا کې د ایران ضد پریکړه لیک د تصویبیدا د احتمال او له آژانس سره د ملګرتیا دغوڅیدا د احتمال په باب هم روښانه کړې ده ، د جوبایډن حکومت پیل د امریکا دژمنتیاؤ باندې په عمل کې ناامید کونکی دی ، د سیف ګارډز په لاره کې له آژانس سره د ایران دملګرتیا لاره روښانه ده او دوام مومي .
ایرنا خبری آژانس راپور ورکړ ، د ایران دخارجه وزارت ویندوي سعید خطیب زاده نن په خبري کنفرانس کې له امریکا او اروپا سره دګډې غونډې لپاره داروپائي اتحادئې د بهرني سیاست دمسئول جوزف بورل د وړاندیز په باب د ایران د نظر اعلانیدا ته په اشارې سره روښانه کړې ده ، دایران دریځونه مو په بشپؤ ډول روښانه او ښکاره اعلان کړي دي او په دغو دریځونو کې هیڅ بدلون نه دی راغلی .
خطیب زاده ددې خبرې په کولو سره چې دامریکا لاره د دغه هیواد تیر حکومت له تیروتو سیاستونو څخه تیریدا ده او په دغو ایراني ضد او زیاتره دباؤ سیاستونو کې هیڅ بدلون نه دی راغلی ، زیاته کړې ده ، که امریکا غواړي ، د نړیوالې ایټمي موافقې په میزباندې ځاي ولري، بایدجامعې نړیوالې ایټمي موافقې ته بیرته ستنه شي اوخپلې ژمنې اجرا او بندیزونه هم ختم کړي .
دا یران د خارجه وزارت ویندوي دنړیوالې ایټمي موافقې اروپائي لورو ته په خطاب کې وئيلي دي ،دملګرتیالاره ، له بلې هرې لارې غوره ده ، ځکه چې د ایران په ضد دګواښلو اوتور لګونې لارې ته هیڅ ځواب نه ورکوي او ایران د متقابلې ملګرتیا لارې ته ځواب ورکوي .
خطیب زاده د آژانس په واکمنې شورا کې د ایران ضد پریکړه لیک د تصویبیدا د احتمال او له آژانس سره د ملګرتیا دغوڅیدا د احتمال په باب هم روښانه کړې ده ، د جوبایډن حکومت پیل د امریکا دژمنتیاؤ باندې په عمل کې ناامید کونکی دی ، د سیف ګارډز په لاره کې له آژانس سره د ایران دملګرتیا لاره روښانه ده او دوام مومي . هغه همداراز د جوزف بایډن له حکومت سره د ایران د خبرواترو نه کولو د دلیلونو په باب هم وئیلي دي ،ایران دډيپلوماسۍ لاره پرانیستي ده ، باید درې ګامونه پورته شي ، یعني نړیوالې موافقې ته بیرته ستنیدا، د اغیزشیندونکو بندیزونو لغوه کیدا او دخبرواترو اترو میز ته بیرته ستنیدا.برعکس بله لاره نشته چې فکر وکړي ، بندیزونه دوام وکړي ، بدماشي دوام وکړي او دخبرواترو په میز کې هم ځاي ولري .