په بسیجي تفکرسره به ددنیا دټيکنالوجۍ لومړنۍ کرښې ته ورسیږو
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i97334-په_بسیجي_تفکرسره_به_ددنیا_دټيکنالوجۍ_لومړنۍ_کرښې_ته_ورسیږو
کلک هوډ لرو ، د نړۍ له هیوادونو سره د ټيکنالوجۍاو سائنس په سیالۍکې ځان،ددغو ټيکنالوجیکي اوعلمی ډګرونو لومړنۍ کرښې ته ورسوو او هیله مند یوو  ډیر زر به  د ایرانیوپوهانو او ځوانانو په همت او زیار سره   دغه ستر آرمان او موخه پوره شي .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Mar 07, 2021 10:55 Asia/Kabul
  • په بسیجي تفکرسره به ددنیا دټيکنالوجۍ لومړنۍ کرښې ته ورسیږو

کلک هوډ لرو ، د نړۍ له هیوادونو سره د ټيکنالوجۍاو سائنس په سیالۍکې ځان،ددغو ټيکنالوجیکي اوعلمی ډګرونو لومړنۍ کرښې ته ورسوو او هیله مند یوو  ډیر زر به  د ایرانیوپوهانو او ځوانانو په همت او زیار سره   دغه ستر آرمان او موخه پوره شي .

فارس خبری آژانس راپور ورکړی،د ایران د اسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو عمومي قوماندان سردار حسین سلامي  نن  د :تاثریّا  په عنوان سره د بنسټ پوهه او ټيکنالوجیکل شرکتونو د  لومړني پروګرام دلیدو په وخت چې  په تهران کې د امریکا د جاسوسۍ په  پخوانۍ  ځالې کې ترسره شوی ، دې ته په اشارې سره چې د ټولنې بنیاد،د سائنس او ټیکنالوجۍپه سیوري کې  کیښودل کیږي ، زیاته کړې ده ،په بسیج کې د مونږ اصلی موخه  دا ده چې د  علم او ټيکنالوجۍ  لاره د بیرغوال او مخکښ په توګه کچ کړو ، او ځلانده وړتیاوې  د ایران دپوهانو ،ځوانانو او محصیلینو په  همت  او زیار سره   وروزو  او د نړۍ د پرمختللو هیوادونو په  سویه  د علم او ټيکنالوجۍ د پرمختګ او ودې دملی غورځنګ لپاره ئې تیار کړو .

 د اسلامی انقلاب د سپاپاسدانو  عمومی قوماندان وئیلي کلک هوډ لرو ، د نړۍ له هیوادونو سره د ټيکنالوجۍاو سائنس په سیالۍکې ځان،ددغو ټيکنالوجیکي اوعلمی ډګرونو لومړنۍ کرښې ته ورسوو او هیله مند یوو  ډیر زر به  د ایرانیوپوهانو او ځوانانو په همت او زیار سره   دغه ستر آرمان او موخه پوره شي .