په بسیجي تفکرسره به ددنیا دټيکنالوجۍ لومړنۍ کرښې ته ورسیږو
کلک هوډ لرو ، د نړۍ له هیوادونو سره د ټيکنالوجۍاو سائنس په سیالۍکې ځان،ددغو ټيکنالوجیکي اوعلمی ډګرونو لومړنۍ کرښې ته ورسوو او هیله مند یوو ډیر زر به د ایرانیوپوهانو او ځوانانو په همت او زیار سره دغه ستر آرمان او موخه پوره شي .
فارس خبری آژانس راپور ورکړی،د ایران د اسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو عمومي قوماندان سردار حسین سلامي نن د :تاثریّا په عنوان سره د بنسټ پوهه او ټيکنالوجیکل شرکتونو د لومړني پروګرام دلیدو په وخت چې په تهران کې د امریکا د جاسوسۍ په پخوانۍ ځالې کې ترسره شوی ، دې ته په اشارې سره چې د ټولنې بنیاد،د سائنس او ټیکنالوجۍپه سیوري کې کیښودل کیږي ، زیاته کړې ده ،په بسیج کې د مونږ اصلی موخه دا ده چې د علم او ټيکنالوجۍ لاره د بیرغوال او مخکښ په توګه کچ کړو ، او ځلانده وړتیاوې د ایران دپوهانو ،ځوانانو او محصیلینو په همت او زیار سره وروزو او د نړۍ د پرمختللو هیوادونو په سویه د علم او ټيکنالوجۍ د پرمختګ او ودې دملی غورځنګ لپاره ئې تیار کړو .
د اسلامی انقلاب د سپاپاسدانو عمومی قوماندان وئیلي کلک هوډ لرو ، د نړۍ له هیوادونو سره د ټيکنالوجۍاو سائنس په سیالۍکې ځان،ددغو ټيکنالوجیکي اوعلمی ډګرونو لومړنۍ کرښې ته ورسوو او هیله مند یوو ډیر زر به د ایرانیوپوهانو او ځوانانو په همت او زیار سره دغه ستر آرمان او موخه پوره شي .