په کابل کې د ایراني ډيپلوماټ پرګاډي دغلوحمله محکوم اقدام دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i97484-په_کابل_کې_د_ایراني_ډيپلوماټ_پرګاډي_دغلوحمله_محکوم_اقدام_دی
په دې اړه د کابل امینتی ځواک پلټنې پیل کړي او د ایران سفارت ته ئې ډاډ ورکړی چې د غلو د موندلو لپاره به خپلې درستې هڅې وکاروي .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Mar 11, 2021 03:01 Asia/Kabul
  •   په کابل کې د ایراني ډيپلوماټ پرګاډي دغلوحمله محکوم اقدام دی

په دې اړه د کابل امینتی ځواک پلټنې پیل کړي او د ایران سفارت ته ئې ډاډ ورکړی چې د غلو د موندلو لپاره به خپلې درستې هڅې وکاروي .

 زمونږ خبریال راپور راکړ  د افغانستان په کابل کې د اسلامی ایران  سفارت  بیګا دیوې اعلامیې په خپرولو سره   ددغه سفارت دکنسولي برخې پر یوه کارکونکي شخصي ګاډي د حملې په باب  توضیحات وړاندې  کړي دي .

 په اعلامیې کې ویل شوي دي ، پرون مازدیګر د کنسولي برخې یو کارکونکی  پخپل شخصي ګاډي کې  د  ضرورت دشیانو داخستو لپاره   دکابل ښار یوه بازار ته تللی ؤ  چې  وسلوالو غلو پرې  حمله کړې او د هغه د ګاډي دتښتولو نیّت ئې درلود . 

په دغه اعلامیې کې همداراز زیاته شوې ،  په دې پيښې کې ایراني ډيپلوماټ د غلو د اقدام په  وړاندې دمقاومت په موخې سره  له هغه ځایه د  وتلو  هڅه کړې چې په دې پسې غلو د هغه پر ګاډي ډزې کړي  چې البته له نیکمرغه  په  دغو ډزو کې هغه ته کوم تاوان نه دی رسیدلی  اوهغه روغ رمټ دی .

په دې اړه د کابل  امینتی ځواک  پلټنې پیل کړي او د  ایران سفارت ته ئې ډاډ ورکړی چې  د غلو د موندلو لپاره  به خپلې درستې  هڅې وکاروي .