په کابل کې د ایراني ډيپلوماټ پرګاډي دغلوحمله محکوم اقدام دی
په دې اړه د کابل امینتی ځواک پلټنې پیل کړي او د ایران سفارت ته ئې ډاډ ورکړی چې د غلو د موندلو لپاره به خپلې درستې هڅې وکاروي .
زمونږ خبریال راپور راکړ د افغانستان په کابل کې د اسلامی ایران سفارت بیګا دیوې اعلامیې په خپرولو سره ددغه سفارت دکنسولي برخې پر یوه کارکونکي شخصي ګاډي د حملې په باب توضیحات وړاندې کړي دي .
په اعلامیې کې ویل شوي دي ، پرون مازدیګر د کنسولي برخې یو کارکونکی پخپل شخصي ګاډي کې د ضرورت دشیانو داخستو لپاره دکابل ښار یوه بازار ته تللی ؤ چې وسلوالو غلو پرې حمله کړې او د هغه د ګاډي دتښتولو نیّت ئې درلود .
په دغه اعلامیې کې همداراز زیاته شوې ، په دې پيښې کې ایراني ډيپلوماټ د غلو د اقدام په وړاندې دمقاومت په موخې سره له هغه ځایه د وتلو هڅه کړې چې په دې پسې غلو د هغه پر ګاډي ډزې کړي چې البته له نیکمرغه په دغو ډزو کې هغه ته کوم تاوان نه دی رسیدلی اوهغه روغ رمټ دی .
په دې اړه د کابل امینتی ځواک پلټنې پیل کړي او د ایران سفارت ته ئې ډاډ ورکړی چې د غلو د موندلو لپاره به خپلې درستې هڅې وکاروي .