ایران:
سعودي عرب د یمن په اشغال کې ناکامه پاته شوی
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند اعلان وکړ چي سعودي عرب فکر کاوه چي په دریو اوونیو کې به یمن اشغال کړي لیکن د ماتي سره مخ شو او د کلونو په تېرېدو سره لاهم د یمن په ولس بمبارۍ کوي.
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند سعید خطیب زاده په یمن باندې د عربستان د تیریو له دوام څخه په نیوکې سره په یو ټوییټ کې ولیکل چي اوس له خوب د سعودي د راکښینستلو وخت رارسېدلی دی.
هغه زیاته کړه چي عربستان د اخلاقي اصولو څخه په سرغړونې سره بیا ځلي د یمن په ولس بمبارۍ کړي او د یمن په محاصره کولو سره د لوږي سبب ګرځېدلی دی.
خطیب زاده ټینګار وکړ چي سعودی نور باید له دغه عام وژنه څخه لاس واخلي او د مسلمانانو او عربانو په وړاندې روانه جګړه ودروي.
نوموړي دې ته په اشارې سره چي په یمن باندې د عربستان له یرغل څخه ۶ کاله تېر شو خو په دریو اونیوو کې د یمن د نیولو خیال عملي نه شو.
د رهبری ستر مقام حضرت ایت الله خامنه ای هم تېر ورځ د نبي مکرم د مبعث په مناسبت پخپلو وېناوو کې وویل: ۶ کاله کیږي چي عربستان د امریکا په ملاتړ د یمن په مسلمان ولس باندې بمبار کوي او یمن ته د خوراکي او درملیزو توکو د واردولو مخنیوی کوي خو د سعودي د ظالم دولت په وړاندې د بشري حقوقو هیڅ یوه نړیواله اداره ږغ نه پورته کوي.