د نړیوالې ایټمي موافقې په باب هیڅ خبرې اترې نه کوو
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i97656-د_نړیوالې_ایټمي_موافقې_په_باب_هیڅ_خبرې_اترې_نه_کوو
د ایران داسلامی جمهوریت خارجه وزیر ګواښ کړی ، امریکا ته سپارښتنه کوو ، زرترزره دې اقدام وکړي ،ځکه فرصت نور په ختیمدا دی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Mar 15, 2021 11:07 Asia/Kabul
  • د نړیوالې ایټمي موافقې په باب هیڅ خبرې اترې نه کوو

د ایران داسلامی جمهوریت خارجه وزیر ګواښ کړی ، امریکا ته سپارښتنه کوو ، زرترزره دې اقدام وکړي ،ځکه فرصت نور په ختیمدا دی .

العالم ټيلیویژني چینل  راپور ورکړی ،  د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر  محمد جواد ظریف  وئیلي دي ، امریکا په نړیوالې ایټمي موافقې کې  کارړنګونې کوي  او  باید یو ځل بیا ووایو چې ایران  به  هیڅکله د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې  په باب  خبرې اترې  ونه کړي .

 جواد ظریف  زیاته کړې د امریکا خبرو ته  نه ،بلکې  ددوي کړچار بدلولو او عملی  کړنو ته  ضرورت لرو .

 د ایران خارجه وزیر زیاته کړې  امریکا   اجازت نه دی ورکړی، جنوبی کوریا د ایران غوښتنې چې ټاکل شوې وه،دسویس دبانکونو له لارې ئې ترلاسه کړي، پوره کړي .  

  جواد ظریف وئيلي دي ،د امریکا دپخواني کرغیړن ولسمشر ټرمپ  حکومت  تعاملات ودرول  او نوی حکومت باید  د نړیوالې ایټمي موافقې  اصل ته بیرته ستون شي  او ایران د هغې موضوع په باب  چې مخکې ئې په اړه خبرې اترې  کړي ، بیا  مذاکرات نه کوي . 

  دایران د خارجه وزیر په وینا، غیر عادي هیڅ ډول غوښتنه نه لرو او د ایټمي انرژۍ  نړیوال آژانس  هم د ایران پابندکیدا تائيد کړې ده .

   د ایران داسلامی جمهوریت خارجه وزیر ګواښ کړی ، امریکا ته سپارښتنه کوو ، زرترزره دې اقدام وکړي ،ځکه  فرصت نور په ختیمدا دی .

 دایران  خارجه وزیرټينګارکړی،د یورانیمو شل فی صدي پخول مو د سوله ایزو موخو لپاره ترسره  کړي دي او ایټمي وسلو نه جوړوو او  هیڅ امکان نشته چې دغه شان  وسلو څخه استفاده وکړو .