د نړیوالې ایټمي موافقې په باب هیڅ خبرې اترې نه کوو
د ایران داسلامی جمهوریت خارجه وزیر ګواښ کړی ، امریکا ته سپارښتنه کوو ، زرترزره دې اقدام وکړي ،ځکه فرصت نور په ختیمدا دی .
العالم ټيلیویژني چینل راپور ورکړی ، د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر محمد جواد ظریف وئیلي دي ، امریکا په نړیوالې ایټمي موافقې کې کارړنګونې کوي او باید یو ځل بیا ووایو چې ایران به هیڅکله د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې په باب خبرې اترې ونه کړي .
جواد ظریف زیاته کړې د امریکا خبرو ته نه ،بلکې ددوي کړچار بدلولو او عملی کړنو ته ضرورت لرو .
د ایران خارجه وزیر زیاته کړې امریکا اجازت نه دی ورکړی، جنوبی کوریا د ایران غوښتنې چې ټاکل شوې وه،دسویس دبانکونو له لارې ئې ترلاسه کړي، پوره کړي .
جواد ظریف وئيلي دي ،د امریکا دپخواني کرغیړن ولسمشر ټرمپ حکومت تعاملات ودرول او نوی حکومت باید د نړیوالې ایټمي موافقې اصل ته بیرته ستون شي او ایران د هغې موضوع په باب چې مخکې ئې په اړه خبرې اترې کړي ، بیا مذاکرات نه کوي .
دایران د خارجه وزیر په وینا، غیر عادي هیڅ ډول غوښتنه نه لرو او د ایټمي انرژۍ نړیوال آژانس هم د ایران پابندکیدا تائيد کړې ده .
د ایران داسلامی جمهوریت خارجه وزیر ګواښ کړی ، امریکا ته سپارښتنه کوو ، زرترزره دې اقدام وکړي ،ځکه فرصت نور په ختیمدا دی .
دایران خارجه وزیرټينګارکړی،د یورانیمو شل فی صدي پخول مو د سوله ایزو موخو لپاره ترسره کړي دي او ایټمي وسلو نه جوړوو او هیڅ امکان نشته چې دغه شان وسلو څخه استفاده وکړو .