امریکا باید د ایران په ضد درست بندیزونه ختم کړي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i97816-امریکا_باید_د_ایران_په_ضد_درست_بندیزونه_ختم_کړي
قالیباف وئيلي دي،د ایران دپارلیمان له خوا د ایران د ملت دحقوقو د خوندي ساتلو او د بندیزونو دلغوه کولو لپاره دسټراټژيک اقدام قانون،ددوي لپاره دغه حساسیّت رامینځةکړی،چې په یوه لور راشي او متوجه دې شي،مونږ لاسونه تړلي نه دي،چې یو طرفه عمل وکړو او دوی عمل ونه کړي.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Mar 19, 2021 10:49 Asia/Kabul
  • امریکا باید د ایران په ضد درست بندیزونه ختم کړي

قالیباف وئيلي دي،د ایران دپارلیمان له خوا د ایران د ملت دحقوقو د خوندي ساتلو او د بندیزونو دلغوه کولو لپاره دسټراټژيک اقدام قانون،ددوي لپاره دغه حساسیّت رامینځةکړی،چې په یوه لور راشي او متوجه دې شي،مونږ لاسونه تړلي نه دي،چې یو طرفه عمل وکړو او دوی عمل ونه کړي.

زمونږخبریال راپورراکړ د ایران داسلامی شورا یا پارلیمان مشرمحمدباقر قالیباف  بیګا دایران ددوهم ټيلیویژني چینل په یوه پروګرام کې ددې خبرې په کولوسره چې جامعه نړیواله ایټمي موافقه یو نړیوال سند دی،چې  دملګروملتو دامنیت شورا له خوا تائيد شوی دی،وئيلي دي،عملا مو ولیدل دجامعې نړیوالې ایټمي موافقې له تصویبیدا وروسته امریکا نه یوازې پخپلو ژمنو عمل ونه کړ، بلکې  دټرمپ په پړاؤ کې د ایران د ولس په ضد دنړیوالو مقرراتو دخلاف ورزۍ ګواښونه هم وشول .

 قالیباف وئيلي دي،د ایران دپارلیمان له خوا د ایران د ملت دحقوقو د خوندي ساتلو او د بندیزونو دلغوه کولو لپاره دسټراټژيک اقدام قانون،ددوي لپاره دغه حساسیّت رامینځةکړی،چې په یوه لور راشي او متوجه دې شي،مونږ لاسونه تړلي نه دي،چې یو طرفه عمل وکړو او دوی عمل ونه کړي.

 د ایران د اسلامی شورا مشر زیاته کړې ده،د پارلیمان قانون د قدرت یو آوزار ،او دغه راز د بندیزونو دختمولو او د خبرواترو  لپاره د چونې وهلو لازیات فرصتونه برابروي .

قالیباف همداراز دایران د اسلامی جمهوریت له خوا د نړیوالې ایټمي موافقې د مادو په اساس د ژمنو د اجرا په باب  هم وئيلي دي ، ایران هیڅکله  هم د  نړیوالې ایټمي موافقې خلاف  عمل نه دی کړی ، خو  مقابل لوري  خپلې ژمنې  نه دی ترسره کړي .

 د ایران داسلامی شورا مشر  ددې خبرې په کولو سره چې  په ایران کې درست په یوه خوله  دي او درست ولس او مسئولان  یوه غوښتنه لري  او  هغه د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې په چوکاټ کې  د بندیزونو ختمول دي ،روښانه کړې ده ، باید باید پر داخلی توانمنیو په تکیې سره بندیزونه  بې اغیزې او شنډ کړو.