د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې په باب د رهبرۍ د سترمقام لیدتوګه
زیاتره دباؤ ماته خوړلې ده او که د امریکا نوی حکومت وغواړي ،هماغه سیاست ته دوام ورکړي ،نو دوي به هم له ماتې سره مخ شي او ایران ورځ تربلې لاپیاوړی اوقدرتمند کیږي .
د اسلامی انقلاب سترلارښود ټينګارکړی دی امریکا باید د ایران په ضد درست بندیزونه ختم کړي، او وروسته به ئې ایران تائيد کړي او د بندیزونود حقیقي ختمولو په بڼه کې به ایران له کوم مشکل پرته دجامعې نړیوالې ایټمي موافقې دمادو په اساس خپلو ژمنو ته بیرته ستون شي .
حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه ا دنوروز په مناسبت پخپلې وینا کې دجامعې نړیوالې ایټمي موافقې په باب وئيلي دي ، د امریکا یانو ژمنې هیڅ باؤر نه لري ، چې وغواړي پر کاغذ باندې بندیزونه لیرې کړي ،بلکې باید په عمل کې بندیزونه ختم کړي او اسلامی ایران ئې هم تائيد کړي .
د اسلامی انقلاب معظم لارښود ددې خبرې په کولو سره چې امریکایان باؤري دي ، اوسني شرائط دهغه کال په نسبت،چې جامعه نړیواله ایټمي موافقه پکې لاسلیک شوي وه ، فرق لري او نړیواله ایټمي موافقه هم باید بدله شي ، فرمائيلي دي ، هو! شرائط بدل شوي دي ، او دا شرائط د امریکا په تاوان دي او که ټاکل شوي وي ، جامعه نړیواله ایټمي موافقه بدله شي ، نو باید د ایران په ګټه بدله شي .
په سپينې ماڼۍ کې د جوزف بایډن دشتون له دوو میاشتو تیریدا وروسته ، د ایران او جامعې نړیوالې ایټمي موافقې په وړاندې دامریکا سیاست د هماغه تیرو څلورو کلونو په لاره روان دی ،هغه لاره،چې ډونالډټرمپ دزیاتره دباؤ په سیاست سره پکې هڅه کړې ، ایران یو ځل بیا میز ته وکاږي او جامعې نړیوالې ایټمي موافقې ته نوي موضوعګانې ورزیاتې کړي .
د جوبایډن د بهرني سیاست ټیم د وروستیو شپو ورځو دریځونه ښئ چې امریکایان په دباؤ او اجباري ډيپلوماسۍ سره ، له ایرانه د نوو امتیازونو په اخستو او جامعې نړیوالې ایټمي موافقې ته دنوو موضوعګانو په اضافه کولو پسې دی . د ایران په وړاندې د ډونالډټرمپ دسیاست څلور کلنه تجروبه چې دزیاتره دباؤ دسیاست دناکامۍ لامل شوي ، دبایډن دحکومت په وړاندې ده او په دغې لارې حرکت به ، ا یران تسلیمیدا ته اړ نه کړي .
هماغه ډول چې د اسلامی انقلاب ستر لارښود دنوروز په مناسبت پخپلې وینا کې ټينګار کړی دی ، زیاتره دباؤ ماته خوړلې ده او که د امریکا نوی حکومت وغواړي ،هماغه سیاست ته دوام ورکړي ،نو دوي به هم له ماتې سره مخ شي او ایران ورځ تربلې لاپیاوړی اوقدرتمند کیږي .
د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې په باب دایران پریکنده سیاست په روښانه توګه اعلان شوی او که ومنل شي ، نو حالات به بدل شي ، خو اکه دجامعې نړیوالې ایټمي موافقې لوري په تیره بیا امریکا ئې قبول نه کړي ،نو اوسني شرائط به دوام وکړي او ا یران دبندیزونو لغوه کیدا او نړیوالې ایټمي موافقې ته د امریکا بیرته ستنیدا ته هیڅ بیړه نه لري .
امریکایان جامعې نړیوالې ایټمي موافقې ته د بیرته ستنیدا او د بندیزونو دلغوه کولو لپاره ، څوک باید لومړی ګام پورته کړي بحث مطرح کوي ، چې دا موضوع هیڅ معنا نه لري ، ځکه د نړیوالې ایټمي موافقې دژمنتیاؤ بحث مطرح دی او دا امریکا ده چې دخپلو ژمنو خلاف ورزي ئې کړې ده او باید ع ملي ئې کړي .
دایران اسلامی جمهوریت د نړیوالې ایټمي موافقې په لاسلیک کولو سره خپلې ژمنې په عملي توګه ترسره کړي ، خو مقابل لورو ، خپلې ژمنې یوازې پر کاغذ لیکلي دي او په دغه شان شرائطو کې ، اوس د دوي په قول او فعل هیڅ باؤر نشه . ایران دجامعې نړیوالې ایټمي موافقې په اساس ، دیورانیمو دپخولو پشمول خپل ځيني سوله ایز ایټمي فعالیتونه محدود کړل ، خو مقابل لوري تر دې دمه د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې په چوکاټ کې د ایران اقتصادي ګډې نه تامین او نه هم تضمین کړائ شوي دي .
له دې وروسته چې امریکا نړیواله ایټمي موافقه پریښودله او اروپا او دنړیوالې ایټمي موافقې نور لوري ونه توانیدل ، د ایران اقتصادي ګټې تامین کړي ،،نو دا یران په ایجنډا کې د نړیوالې ایټمي موافقې دمادو پهاساس دژمنو دکمولو ګامونه پورته کړل او اوس دیورانیمو شل فی صدي پخولو ته دوام ورکوي . .
دجامعې نړیوالې ایټمي موافقې په موضوع کې موجوده وضعیّت ، د ایران داقتدار او جدیّت نښه ده او خپل سوله ایز ایټمي فعالیتونه د ایټمي انرژۍ د نړیوال آژانس په څارنې سره پرمخ بیائي او ایران دجامعې نړیوالې ا یټمي موافقې د احیاء په لاره کې نه فرصت له لاسه ورکوي او نه هم کومه بیړه لري او یوازې پخپلو ملي ګټو اومصحلتونو باندې فکر کوي .