په ایران کې نور ۷۴کسان دکرونا ویروس قربانیان شول
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i97982-په_ایران_کې_نور_۷۴کسان_دکرونا_ویروس_قربانیان_شول
تردې دمه په ایران کې په کرونا دککړو کسانو شمیر یو میلیون اته لکه پنځلس زره اوه سوه تنو ته زیات شوی، چې له دوي تر دې دمه یو میلیون پنځه لکه پنځه پنځوس زره اوه سوه پنځه شپیته کسان په درملنې پسې ښه اوله روغتونونو رخصت شوي دي .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Mar 23, 2021 15:24 Asia/Kabul
  • په ایران کې نور ۷۴کسان دکرونا ویروس قربانیان شول

تردې دمه په ایران کې په کرونا دککړو کسانو شمیر یو میلیون اته لکه پنځلس زره اوه سوه تنو ته زیات شوی، چې له دوي تر دې دمه یو میلیون پنځه لکه پنځه پنځوس زره اوه سوه پنځه شپیته کسان په درملنې پسې ښه اوله روغتونونو رخصت شوي دي .

زمونږخبریال راپور راکړ د ایران د روغتیائي چارو وزارت ویندوئې میرمن سیما سادات لاري  نن په هیواد کې په کرونا ویروس دککړو کسانو داحصایو په اعلانولو سره وئیلی دي ،په تیر شواروزو کې په کرونا ککړو نورو  ۷۴کسانوژوند له لاسه ورکړی  چې تر دې دمه  په ایران کې دکرونائي قربانیانو شمیر  یو شپیته زره  نهه سوه یو پنځوس تنو ته زیات شوی دی .

میرمن سادات لاري  زیاته کړې وپه تیرو ۲۴ساعتونو کې دغه راز په هیواد کې په کرونا ویروس نور اوه زره دوه سوه نوي ککړ کسان پیژندل شوي چې له دوي  اوه سوه نهه څلویښت ککړ کسان په روغتونونو کې بستري شوي دي .

Image Caption