په تخنیکي اورګان کې سیاسی دریځ ورانونکی وي
رافایل ګروسي له نیوزویک امریکائي خپرونې سره پخپلې وروستۍ مرکې کې وئيلي وو ، په ایران کې د نه ښودل شوو یورانیمو د ځاي د مشخص کولو لپاره تفصیلي اوتخنیکي بحثونه لازم دي او دا موضوع په بشپړ ډول د نړیوالې ایټمي موافقې له راتلونکي سره اړوند دي .
زمونږخبریال راپورر اکړ په ویانا کې په نړیوالو اورګانونو کې د ایران دسفیر او دایمي استازي کاظم غریب آبادي دایټمی انرژۍ د نړیوال آژانس د مشر وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ټينګار کړی ،د تخینکي دریځونو په ځاي سیاسی دریځ غوره کولو دوام ناکاره او ویجاړونکی کیدلی شي .
کاظم غریب آبادي د رافایل ګروسي د وروستیو څرګندونو په باب وئيلي دي ، دغه شان دومدارې مرکې د ایران اوایرانیانو په نزد یوازې د آ ژانس اعتبار له مینځه وړي .
کاظم غریب آبادي همداراز وئیلی دي ، جامعه نړیواله ایټمي موافقه له ډيرو مشکلاتو او پيچلتیاؤ سره مخامخ ده او پکار نه ده له دغه شان دریځونو سره نوره پیچلي شي .
په ویانا کې په نړیوالو اورګانونو کې دایران سفیر ټينګار کړی ، موضوعګانې له یوې بلې سره اړونده دي او ایران به هم له آژانس او د آژانس له مشر سره خپل تعاملات او ګامونه ، دنورو موضوعګانو په نظر کې په نیولو سره برابرې کړي .
د غر یب آبادي په وینا، ایران هماغه راز دسیف ګارډز په اساس پخپلو ژمنو عمل کوي.
کاظم غریب آبادي وئيلي دي ، داسرائيلي رژيم د ایټمی وضعیّت په څیر خوریدونکو مهمو مشکلاتو ته په بې پامۍ کې د خپل قصدي تیروتنې د توجیه لپاره د یوه پوښښ په توګه له دوو لسیزو مخکې سره له اړونده ادعاګانو باید استفاده ونه شي .
رافایل ګروسي له نیوزویک امریکائي خپرونې سره پخپلې وروستۍ مرکې کې وئيلي وو ، په ایران کې د نه ښودل شوو یورانیمو د ځاي د مشخص کولو لپاره تفصیلي اوتخنیکي بحثونه لازم دي او دا موضوع په بشپړ ډول د نړیوالې ایټمي موافقې له راتلونکي سره اړوند دي .
داپه داسې حال کې دي چې د امریکا خارجه وزیر آنتوني بلینکن د اروپائي ټرائيکا له خارجه وزیرانو سره دایران دایټمی پروګرام او نړیوالې ایټمي موافقې په اړه لیده کاته کړي دي .
راپور ښئ په بروکسل کې دامریکا خارجه وزیر بلینکن د اروپائي ټرائيکا دغړوهیوادونو له خارجه وزیرانو ژان ایو لودریّن ،هایکو ماس او ډونینیک راب سره د ایران او دغه راز د روسیې اوچین په اړه دروستیو بدلونونو په اړه بحث او مشورې کړي دي