په تخنیکي اورګان کې سیاسی دریځ ورانونکی وي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i98024-په_تخنیکي_اورګان_کې_سیاسی_دریځ_ورانونکی_وي
رافایل ګروسي له نیوزویک امریکائي خپرونې سره پخپلې وروستۍ مرکې کې وئيلي وو ، په ایران کې د نه  ښودل شوو یورانیمو د ځاي د مشخص کولو لپاره تفصیلي  اوتخنیکي بحثونه  لازم دي  او دا موضوع په بشپړ ډول د نړیوالې ایټمي موافقې  له راتلونکي سره اړوند دي .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Mar 24, 2021 10:18 Asia/Kabul
  • په تخنیکي اورګان کې سیاسی دریځ ورانونکی وي

رافایل ګروسي له نیوزویک امریکائي خپرونې سره پخپلې وروستۍ مرکې کې وئيلي وو ، په ایران کې د نه  ښودل شوو یورانیمو د ځاي د مشخص کولو لپاره تفصیلي  اوتخنیکي بحثونه  لازم دي  او دا موضوع په بشپړ ډول د نړیوالې ایټمي موافقې  له راتلونکي سره اړوند دي .

زمونږخبریال راپورر اکړ په ویانا کې په نړیوالو اورګانونو کې د ایران دسفیر او دایمي استازي کاظم غریب آبادي دایټمی انرژۍ د نړیوال آژانس د مشر وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ټينګار کړی ،د تخینکي دریځونو په ځاي سیاسی دریځ غوره کولو دوام  ناکاره او ویجاړونکی کیدلی شي .

 کاظم غریب آبادي  د رافایل ګروسي  د وروستیو څرګندونو په باب  وئيلي دي ، دغه شان دومدارې مرکې  د ایران اوایرانیانو په نزد یوازې د آ ژانس  اعتبار له مینځه وړي . 

کاظم غریب آبادي همداراز وئیلی  دي ، جامعه نړیواله ایټمي موافقه  له ډيرو مشکلاتو او پيچلتیاؤ سره مخامخ ده  او پکار نه ده له دغه شان دریځونو سره نوره پیچلي شي .

 په ویانا کې  په نړیوالو اورګانونو کې دایران سفیر  ټينګار کړی ، موضوعګانې  له یوې بلې سره اړونده دي  او ایران  به  هم  له آژانس او د آژانس له مشر سره  خپل تعاملات او ګامونه ، دنورو  موضوعګانو په نظر کې په نیولو سره  برابرې کړي . 

 د غر یب آبادي په وینا، ایران هماغه  راز دسیف ګارډز په اساس پخپلو ژمنو عمل کوي.

 کاظم غریب آبادي  وئيلي دي ، داسرائيلي رژيم  د ایټمی وضعیّت په څیر  خوریدونکو مهمو مشکلاتو ته  په بې  پامۍ کې د خپل قصدي تیروتنې د توجیه لپاره  د یوه پوښښ په توګه  له دوو لسیزو مخکې  سره له اړونده ادعاګانو باید استفاده ونه شي .

رافایل ګروسي له نیوزویک امریکائي خپرونې سره پخپلې وروستۍ مرکې کې وئيلي وو ، په ایران کې د نه  ښودل شوو یورانیمو د ځاي د مشخص کولو لپاره تفصیلي  اوتخنیکي بحثونه  لازم دي  او دا موضوع په بشپړ ډول د نړیوالې ایټمي موافقې  له راتلونکي سره اړوند دي .

داپه داسې حال کې دي چې  د  امریکا خارجه وزیر آنتوني بلینکن  د اروپائي ټرائيکا له خارجه وزیرانو  سره  دایران دایټمی پروګرام  او نړیوالې ایټمي موافقې په اړه  لیده کاته کړي دي .

راپور ښئ په بروکسل کې  دامریکا خارجه وزیر بلینکن  د  اروپائي ټرائيکا  دغړوهیوادونو له خارجه وزیرانو ژان ایو لودریّن ،هایکو ماس او ډونینیک راب سره  د ایران  او دغه راز د روسیې اوچین  په اړه دروستیو بدلونونو په اړه بحث او مشورې کړي دي