تیرکال د ایران تجارتي ارزښت تر ۷۲میلیارډ ډالروزیات شوی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i98080-تیرکال_د_ایران_تجارتي_ارزښت_تر_۷۲میلیارډ_ډالروزیات_شوی
 میر اشرفي  دې ته په اشارې سره  چې  له هیواده په تیر کال کې یو سل دولس میلیون ټنه شیان صادر شوي  چې ارزښت ئې  په ټول کې  څلوردیرش میلیارډ  او د وه لکه شپږ پنځوس زره ډالره  دی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Mar 26, 2021 02:51 Asia/Kabul
  •  تیرکال د ایران تجارتي ارزښت تر ۷۲میلیارډ ډالروزیات شوی

 میر اشرفي  دې ته په اشارې سره  چې  له هیواده په تیر کال کې یو سل دولس میلیون ټنه شیان صادر شوي  چې ارزښت ئې  په ټول کې  څلوردیرش میلیارډ  او د وه لکه شپږ پنځوس زره ډالره  دی .

زمونږخبریال راپور راکړ  د ایران دګمرکاتو عمومی مشر مهدي میراشرفي  پرن په یولړ څرګندونو کې وئيلي دي ،په ۱۳۹۹لمریزکال کې د ایران په صادراتو کې نورو هیوادونو ته د څه دپاسه درې اویا میلیاردډالرو په ارزښت  یوسل پنځه څلویښت میلیون او اوه لکه  ټنه  شیانو صادرات او واردات  شوي دي .

 میر اشرفي  دې ته په اشارې سره  چې  له هیواده په تیر کال کې یو سل دولس میلیون ټنه شیان صادر شوي  چې ارزښت ئې  په ټول کې  څلوردیرش میلیارډ  او د وه لکه شپږ پنځوس زره ډالره  دی .

د ایران دګمرکاتو د عمومي مشر په وینا، د هیواد په ترټولو مهمو صادراتي شیانو کې ، په ترتیب سره پيټرول ، طبیعي ګیس ، پولی تین، پروپان ، پسته  او نوره وچې میوې شاملې دي ، چې   چین ، عراق ، افغانستان، متحده عربی اماراتو ،ترکیې  او پاکستان ته  لیږدول شوي دي .