د ایټمي موافقې د احیاء لپاره لازم اقدامات نه دي شوي
ځیني اروپائي لوري دې خپله خپلواکي وساتي او د امریکا په پل دپلۀ د کیښودلو په ځاي دې پخپلو شوو ژمنو عمل وکړي ،څو دنړیوالو په وړاندې ئې اعتماد بحال شی، ځکه جامعه نړیواله ایټمي موافقه یوه داسې موافقه ده چې په بشپړ توګه څواړخیزه او نړیواله ده او دملګروملتو امنیت شورا له خوا تائيد شوي ده
فارس خبری آژانس راپور ورکړی ، داسلامی ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف پرون ناوخته د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې په باب د ځینو لویدیځي چارواکو دایراني ضد څرګندونوپه غبرګون کې پخپل ټولنیز پیغام کې لیکلی د ي، دهغو لارو چارو په باب چې ټاکل شوې ده د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې دا حیاء لپاره ترسره شي ، بې اندازې تحریفات شوي ،او هڅه شوې ده څو د قرباني د مجرم په توګه معرفي شي .
جواد ظریف له خپل دغه پیغام سره یوه بله پاڼه هم شامله کړې ده ، چې پکې له جامعې نړیوالې ایټمي موافقې سره په تضاد کې یولیسټ هم شامل دی ، چې د امریکا دپخواني ولسمشر باراک اوباما د ولسمشرۍ په پړاؤ کې ددغې موافقې د اجرا ئي کیدا له ورځې راهسې پیل شوي او د ډونالډټرمپ تر کرغیړنې ولسمشرۍ پورې اوله هغه وروسته دجوبایډن واک ته تررسیدا پورې ئې دوام موندلی دی .
هغه پخپل دغه پیغام کې ګواښ کړی ځیني اروپائي لوري دې خپله خپلواکي وساتي او د امریکا په پل دپلۀ د کیښودلو په ځاي دې پخپلو شوو ژمنو عمل وکړي ،څو دنړیوالو په وړاندې ئې اعتماد بحال شی، ځکه جامعه نړیواله ایټمي موافقه یوه داسې موافقه ده چې په بشپړ توګه څواړخیزه او نړیواله ده او دملګروملتو امنیت شورا له خوا تائيد شوي ده په دې اړه هیڅکله هم هيڅ ډول نوي خبرې اترې امکان نه لري او که داسې کومه هڅه وکړئ شي ، نو هغه به دنړیوالو قوانینو او اصولو په خلاف وي او اسلام ایران ئې منلو ته هیڅکله هم تیار نه دی .