اقتصادي تروریزم درملو ته د هیوادونو د لاسرسی مخه نیولې ده
د ایران د اسلامي شورا د ملي امنیت او د بهرنیو چارو د کمیټې ویاند وویل چي اقتصادي تروریزم درملو او طبی سامان الاتو ته د هیوادونو د لاسرسی مخه نیولې ده.
د ایران د اسلامي شورا د ملي امنیت او د بهرنیو چارو د کمیټې ویاند ابوالفضل عموئی څرګنده کړه: د اقتصادي ټروریزم له لوري په نښه شوي هیوادونه کرونا سره د مبارزې لپاره اړینو درملو او طبي سامان الاتو ته لاسرسی نه لري.
هغه د هیوادونو د پارلماني مشرانو په ناسته کې د ټروریزم سره د مبارزې او د سیمه ایزو همکاریو په اړه وویل: د کرونا وایروس تر خپراوی وروسته د ایران اسلامي جمهوریت د دې ناروغۍ سره د مقابلې لپاره پوره هڅه کړې.
د عموئي په وینا ایرانی وتلی ساینس پوه محسن فخری زاده چي د کرونا وایروس په واکسن باندې کار کوی په دې وروستیو کې په یوه ټروریستي برید کې په شهادت ورسېد.
د ایران د اسلامي شورا د ملی امنیت د کمیسیون او د بهرنیو چارو د کمیټې ویاند زیاته کړه: اکثرو هیوادونو دغه ټروریستي برید د یو غیرقانوني عمل په توګه چي نړیوالي سولي ته زیان رسوي، وغندل.
نوموړي ټینګار وکړ چي شهید فخري زاده په ایران کې په سوله ایزو ایټمي فعالیتونو کې منجمله په طبي چارو کې ستر رول لوبول.