له چین سره اړیکې د ایران لپاره سټراټژيک اهمیّت لري
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i98144-له_چین_سره_اړیکې_د_ایران_لپاره_سټراټژيک_اهمیّت_لري
ډاکټر روحاني  د ایران او چین ترمینځ د پنځویشت کلنې ملګرتیا  دجامع پروګرام دسند لاسلیک کیدا ته په اشارې سره دا د چین او ایران یو روښانه  او جوت لرلید بللی او   وئيلي ئې دي،د کرونائي بحران په باب د د واړو هیوادونو  د ملګرتیاؤ زیاتیدا  ضروري ده او له چینه د لازیاتو واکسنو د  برابرولو او تامینولو  غوښتونکي یوو .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 27, 2021 11:22 Asia/Kabul
  • له چین سره اړیکې د ایران لپاره سټراټژيک اهمیّت لري

ډاکټر روحاني  د ایران او چین ترمینځ د پنځویشت کلنې ملګرتیا  دجامع پروګرام دسند لاسلیک کیدا ته په اشارې سره دا د چین او ایران یو روښانه  او جوت لرلید بللی او   وئيلي ئې دي،د کرونائي بحران په باب د د واړو هیوادونو  د ملګرتیاؤ زیاتیدا  ضروري ده او له چینه د لازیاتو واکسنو د  برابرولو او تامینولو  غوښتونکي یوو .

 زمونږخبریال راپورر اکړ د اسلامی ایران ولمسشر حسن روحاني نن په تهران کې د چین له خارجه وزیر وانګ ئي سره په کتنې کې  له چین سره  اړیکې د اسلامی ایران لپاره سټراټژیکې او  مهمې وبللې او  داوږدمهاله ملګرتیاؤ لپاره ئې ددواړو هیوادونو  کلک هوډ ته په اشارې سره ، د سیاسی او اقتصادي  حوزو پشمول  په درستو زمینو کې داړیکو پر پراختیا او ژورتیا ټینګار وکړ .

 ډاکټر روحاني  همداراز  د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې او  دامریکا له زیات  غوښتنې او یو اړخیز پال خوي سره  دمقابلې  او دایران په ضد ددغه هیواد بندیزونو  دمحکومیّت پشمول  په نړیوالو ټولنو کې  له ایرانه په ملاتړ کې د  بیجینګ دچارواکو ددریځونو په قدرونې سره  وئيلي دي ، د دواړو هیوادونو ملګرتیاوې ، د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې د اجرا او د اروپائي هیوادونو له خواد نړیوالې ایټمی موافقې د مادو په اساس  په ژمنو دعمل لپاره ډيرې مهمې او د نړیوالې ایتمي موافقې د  اوسنیو شرائطو دبدلولو لامل کیدلی شي .

 هغه په دوام کې  په سیمې کې له ترهه ګرۍ او افراط پالنې سره  دمبارزې لپاره پر هراړخیزو هلوځلو په ټينګار سره  دغې موخې ته د رسیدا لپاره د ایران له خوا وړاندې شوي د هرمز سولې پلان  ته په اشارې سره ،  په سیمې کې د بې ثباتۍ اصلي  عامل په مینځني ختیځ  کې د امریکا پوځي شتون بللی او  په سیمې کې ئې  د امریکا لاسوهونکي اقدامات په کلکه محکوم کړي دي . ډاکټر روحاني  د ایران او چین ترمینځ د پنځویشت کلنې ملګرتیا  دجامع پروګرام دسند لاسلیک کیدا ته په اشارې سره دا د چین او ایران یو روښانه  او جوت لرلید بللی او   وئيلي ئې دي،د کرونائي بحران په باب د د واړو هیوادونو  د ملګرتیاؤ زیاتیدا  ضروري ده او له چینه د لازیاتو واکسنو د  برابرولو او تامینولو  غوښتونکي یوو .

د چین خارجه وزیر  هم په دغې کتنې کې د تهران بیجینګ د دوواړخیزو اړیکو په باب  وئيلي دي ، چین تل دې موضوع ته ډير اهمیّت ورکړی  او هڅه ئې کړې ده له ځينو مسئلو سره سره دا موضوع  له ایران سره داړیکو په لومړیتوب کې راولي .  هغه ددې خبرې په کولو سره چې  چین تل  دامریکا له یواړخیزو بندیزونو او زیات غوښتنې سره مخالفت کړی دی  او  په نړیوال ډګر کې ئې هم دغه  مخالفت نندارې ته وړاندې کړی دی ، زیاته کړې ، دزیاتره دباؤ سیاست  د قانون  خلاف او بشری ضد اقدام دی  چې  هیڅ نړیوال ملاتړ نه لري .