ځیني هیوادونه د ایران او افغانستان له نزدې اړیکو خوابدي دي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i98228-ځیني_هیوادونه_د_ایران_او_افغانستان_له_نزدې_اړیکو_خوابدي_دي
د ایران د بهرنیو چارو وزیر د ایران او افغانستان د عامه افکارو د فضا د خرابولو په لړ کښې د ځینو لورو هلې ځلې د دواړو هیوادونو له نزدېوالي د ځینو هیوادونو او بهیرونو د ناخوښۍ نښه وبلله.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 30, 2021 00:42 Asia/Kabul
  • ځیني هیوادونه د ایران او افغانستان له نزدې اړیکو خوابدي دي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د ایران او افغانستان د عامه افکارو د فضا د خرابولو په لړ کښې د ځینو لورو هلې ځلې د دواړو هیوادونو له نزدېوالي د ځینو هیوادونو او بهیرونو د ناخوښۍ نښه وبلله.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د ایران او افغانستان د عامه افکارو د فضا د خرابولو په لړ کښې د ځینو لورو هلې ځلې د دواړو هیوادونو له نزدېوالي د ځینو هیوادونو او بهیرونو د ناخوښۍ نښه وبلله.

محمد جواد ظریف پرون په تاجکستان کښې (د آسیا زړه) کانفرنس ترڅنګ د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر محمد حنیف اتمر سره په کتنه کښې د دواړو هیوادونو د ملګرتیاؤ وروستي وضعیت ته په کتنې سره، د عامه افکارو د کرکجنولو په لړ کښې د ځینو لورو کوششونه، د ایران او افغانستان له نزدې کیدو د یوشمیر هیوادونو او بهیرونو د ناخوښۍ نښه وبلله.

ظریف د افغانستان د خلکو لپاره د ځینو کنسولي محدودیتونو ختمیدو ته په اشارې سره، د دغو اقداماتو موخه ایران ته د افغانستان د خلکو د قاچاق له باندونو سره مبارزه وبلله او په ایران کښې د افغانستانیانو د شتون د شفاف سازۍ لپاره د هلوځلو په دوام یې ټینګار وکړ.

په دغه ملاقات کښې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر هم د افغانستان د سرحدي ګمرکاتو د اور په مړ کولو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د مرستو په وجه د خپل حکومت او ولس له خوا مننه وکړه او په سیاسي او اقتصادي برخو کښې یې د ایران د رغنده ملګرتیاؤ او مشورتونو د دوام او پراختیا غوښتنه وکړه.

حنیف اتمر هم داشان په راتلونکو اونیو کښې د دواړو هیوادونو د ګډ کمیشن د جوړولو په لړ کښې د افغانستان په بشپړ چمتووالي ټینګار وکړ.

د افغانستان د خارجه وزیر له خوا د خپل هیواد د وروستيو سیاسي او امنیتي حالاتو تشریح او هم داشان د افغانستان د دصلحې د بهیر په لړ کښې د نظر تبادله، په یادې کتنې کښې د دواړو هیوادونو د خارجه وزیرانو د خبرواترو نور موضوعات وو.

د ویلو ده چې محمد جواد ظریف د آسیا زړه غونډه کښې د ګډون په موخه وړمه شپه تاجکستان ته تلی دی.