د افغانستان سوله او امنیت د سیمې سوله او ثبات دی
د افغانستان ولسمشر هم دافغانستان د بدلونونو په باب د اسلامی ایران ددریځونو قدرونه کړې او ددواړو هیوادونو داقتصادي ملګرتیاؤ دګډو کمیشن دترسره کیدا او په درستو ډګرونو کې ئې دایړکو دپراختیا لپاره دخپل هیواد چمتووالی اعلان کړی دی .
زمونږخبریال راپور راکړ دایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر چې د آسیا دزړه نومې کنفرانس کې د ګډون لپاره دوشنبې ښار ته تللی، د افغانستان له ولسمشر اشرف غني سره ئې د دافغانستان د سولې دبهیر ، سیمه ایزو مسئلو اودغه راز د دوو اړخیزو اړیکو په باب خبرې او دنظر تبادله کړې ده .
جواد ظریف په دغې کتنې کې جوته کړې ده ، په افغانستان کې سوله اوثبات هیڅکله هم د شخړو اوپوځي اقداماتو له لارې امکان نه لري او باید افغانان پخپلو کې په سوله ایز ډول د دغه هیواد بحران حل کړي او نور دې پکې بې ځایه ګوتې نه وهي .
د افغانستان ولسمشر هم دافغانستان د بدلونونو په باب د اسلامی ایران ددریځونو قدرونه کړې او ددواړو هیوادونو داقتصادي ملګرتیاؤ دګډو کمیشن دترسره کیدا او په درستو ډګرونو کې ئې دایړکو دپراختیا لپاره دخپل هیواد چمتووالی اعلان کړی دی .
داپه داسې حال کې دي چې جوادظریف په کنفرانس کې پخپلو څرګندونو کې هم له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د افغانستان د سولې پروسه، د خپلو اهدافو قرباني نهکړي او له افغانستانه په مسؤلانه ډول د بهرنیو عسکرو اړین دي البته باید نړیوال د خپلو ګټو لپاره د افغانستان له راتلونکي سره لوبې ونهکړي.
په افغانستان کې دسولې ر اتلونکی او دافغانستان په اسلامی جمهوریت کې د سولې اوثبات له ټينګیدا سره په مرستې کې دا یران مقام او رول ، د افغانستان له ولسمشر سره د جواد ظریف په کتنې کې نوره موضوعګانې وې.