د افغانستان  سوله او امنیت د سیمې سوله او ثبات دی 
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i98304-د_افغانستان_سوله_او_امنیت_د_سیمې_سوله_او_ثبات_دی
 د افغانستان ولسمشر هم  دافغانستان د بدلونونو په باب د  اسلامی ایران ددریځونو قدرونه کړې او  ددواړو هیوادونو داقتصادي ملګرتیاؤ دګډو کمیشن دترسره کیدا او  په درستو ډګرونو کې ئې دایړکو  دپراختیا لپاره  دخپل هیواد چمتووالی  اعلان کړی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 31, 2021 03:00 Asia/Kabul
  • د افغانستان  سوله او امنیت د سیمې سوله او ثبات دی 

 د افغانستان ولسمشر هم  دافغانستان د بدلونونو په باب د  اسلامی ایران ددریځونو قدرونه کړې او  ددواړو هیوادونو داقتصادي ملګرتیاؤ دګډو کمیشن دترسره کیدا او  په درستو ډګرونو کې ئې دایړکو  دپراختیا لپاره  دخپل هیواد چمتووالی  اعلان کړی دی .

 زمونږخبریال راپور راکړ  دایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر  چې د آسیا دزړه نومې کنفرانس  کې د ګډون لپاره دوشنبې ښار ته تللی،  د افغانستان له ولسمشر اشرف غني سره ئې  د دافغانستان د سولې دبهیر ، سیمه ایزو مسئلو اودغه راز د دوو اړخیزو  اړیکو  په باب خبرې او دنظر تبادله کړې ده .

 جواد ظریف په دغې کتنې کې جوته کړې ده ،  په افغانستان کې سوله اوثبات هیڅکله هم د شخړو اوپوځي  اقداماتو له لارې امکان نه لري  او باید افغانان پخپلو کې په سوله ایز ډول د دغه هیواد بحران حل کړي او نور دې پکې بې ځایه ګوتې نه وهي .

 د افغانستان ولسمشر هم  دافغانستان د بدلونونو په باب د  اسلامی ایران ددریځونو قدرونه کړې او  ددواړو هیوادونو داقتصادي ملګرتیاؤ دګډو کمیشن دترسره کیدا او  په درستو ډګرونو کې ئې دایړکو  دپراختیا لپاره  دخپل هیواد چمتووالی  اعلان کړی دی .

داپه داسې حال کې دي چې جوادظریف په کنفرانس کې پخپلو څرګندونو کې  هم   له نړیوالې ټولنې  غوښتي چې د افغانستان د سولې پروسه، د خپلو اهدافو قرباني نه‌کړي او له افغانستانه   په مسؤلانه ډول د بهرنیو عسکرو اړین دي  البته باید نړیوال  د خپلو ګټو لپاره د افغانستان  له راتلونکي سره لوبې ونه‌کړي.

په افغانستان کې دسولې ر اتلونکی او  دافغانستان په اسلامی جمهوریت کې د سولې اوثبات له ټينګیدا سره  په مرستې کې دا یران مقام او رول ،  د افغانستان له ولسمشر سره د جواد ظریف  په کتنې کې نوره موضوعګانې وې.