د ایران د ملت پرضد بایکاټونه انساني ضد اقدام دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i98332-د_ایران_د_ملت_پرضد_بایکاټونه_انساني_ضد_اقدام_دی
زمونږ خبریال وايي د اسلامي ایران ولسمشر حسن روحاني د ایران د ملت پرضد د بایکاټونو دوام یو(۱) بشرضده اقدام وباله .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 31, 2021 23:50 Asia/Kabul
  • د ایران د ملت پرضد بایکاټونه انساني ضد اقدام دی

زمونږ خبریال وايي د اسلامي ایران ولسمشر حسن روحاني د ایران د ملت پرضد د بایکاټونو دوام یو(۱) بشرضده اقدام وباله .

هغه پرون له کورونا ویروس سره د مقابلې د کمیټۍ د تخصصي کمیټیانو په غونډې کښې د ایران د ملت پرضد د بندیزونو دوام د بشریت پرضد یو(۱) اقدام وباله او ویې ویل درملو او واکسین ته لاسرسي هغه ترټولو څرګند حقونه دي چې ټول هیوادونه ترې برخمن دي خو د ایران ملت له دغه طبیعي حق څخه محرومه دی او د دغه حق له مینځه وړل یو(۱) ستر ظلم او انساني ضد اقدام دی .

د ایران ولسمشر حسن روحاني دې ته په اشارې سره چې د ایران د ملت پرضد اقتصادي جنګ او بایکاټونه چې د امریکا د پخواني حکومت لخوا پیل او په نوي حکومت کښې اوس هم دوام لري وویل ایران ته د درملو او د واکسین د استولو د مخه د نه نیولو په هکله له ادعاګانو سره سره لاس ته راغلي اطلاعات وايي د خارجي واکسین د تامینولو په لاره کښې ایران اوس هم ډیر جدي مشکلات لري او د امریکا دغه بشر ضده اقدام د ایران د خلکو په ژوند سخت اغیز کړی دی .

حسن روحاني دغه راز په ایران کښې د کورونا واکسین د جوړولو لپاره ترسره شویو هڅو او  بریالیتوبونو ته په اشارې سره هیله وکړه چې روان کال د واکسین د بهیر په بشپړیدا سره په کامل ډول په هیواد کښې کورونا ویروس کنټرول شي .