اوس د۵+۱ډلې وار چې پخپلې دندې عمل وکړي
د اسلامی ایران ولسمضشر وئيلي دي ،هغه کسان چې اوس وائي امریکاباید اول خبرې اترې پیل کړي یا ایران،باید دې ټکي ته پام وکړي،چې مونږ یوکال په ځان له سر د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې پيټی یو وَړ، دوه کاله وروسته بیا هم د دغې نړیوالې ایټمی موافقې ستر پيټی د ایران په اوږو ؤ .
ایران پریس خبری آژانس راپور ورکړ د ایران داسلامي جمهوریت ولسمشر حسن روحاني نن دایران د صمت وزارت د ملی پلانونو د افتتاح په دستورو کې وئيلي دي ، ایران دجامعې نړیوالې ایټمي موافقې د مادو په اساس پخپلو درستو ژمنو عمل کړ ی دی او په سولې پسې دی ، اوس د ۵+۱ډلې وار دی چې پخپلې دندې عمل وکړي .
ډاکټر روحاني پخپلې وینا کې وئيلي دي ، له اخلاقي ، سیاسی او تاریخي پلوه دایران د ملت تر ټولو ستر ویاړ دی، سره له دې چې مقابل لوری له خپلو ژمنو تښتيدلی او ژمنتیا ئې چخڼي کړي دي ،مونږ تر یوه کال پورې صبر وکړ او د ۱۳۹۷لمریز کال دغواي له میاشتې رانیولې د ۱۳۹۸لمریز کال تر غواي میاشت پورې مو صبر وکړ او له دې وروسته مو دخپلو ژمنتیاؤ کمول پیل کړل .
د اسلامی ایران ولسمضشر وئيلي دي ،هغه کسان چې اوس وائي امریکاباید اول خبرې اترې پیل کړي یا ایران،باید دې ټکي ته پام وکړي،چې مونږ یوکال په ځان له سر د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې پيټی یو وَړ، دوه کاله وروسته بیا هم د دغې نړیوالې ایټمی موافقې ستر پيټی د ایران په اوږو ؤ .
ډاکټر روحاني زیاته کړې ، دایران ستر ملت درستې نړۍ ته ښودلې ده چې له سیاسی ،حقوقي او اخلاقي پلوه پخپلو ژمنو عمل کوي ، په سولې پسې دی او سوله ایز ایټمي فعالیتونو ته دوام ورکوي . هغه ټينګار کړی ،امریکا او اروپا دې پوهه شي ، هره ورځ چې تیریږي ، دغه ځنډ د دوي په تاوان دی او هرڅومره زر چې د قانون،مقرراتو او دملګروملتو د امنیت شورا د ۲۲۳۱پریکړه لیک په وړاندې سرټيټ کړي ، او دایران د ملت دعظمت په وړاندې تواضع و کړي ،نو دود،ي او دنړیوالو په ګټه به وي .
دایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر وئیلي دي ،اوس په دغو ډيرو ښو شرائطو کې چې داسلامی انقلاب معظم لارښود په ډاګه فرمائيلي دي ،؛ که امریکا خپل بندیزونه لیرې کړي او مونږ ئې احساس او تائيد کړو ،نو مونږ هم خپلو درستو ژمنو ته ګرځو ،یعني د سیمې او نړۍ لپاره د بریالیتوب معادله، خو امریکایان نه پوهیږي اوله دغه طلائي فرصته استفاده نشي کولی، او نن او سبا کوي او هغه راپورونه چې مونږ ئې لرو ،ښئ چې دغه نوی حکومت هم دایران له واقعیّت سره ډير واټن لري .