د روسیې خارجه وزیر به ډير زر تهران ته په سفر راشي
ایران ته به د روسیې دخارجه وزیر سرګئ لاؤوروف په دغه کیدونکي سفر کې د تهران او ماسکو اقتصادي ملګرتیاوې اونوره سیمه ایزې او نړیوالې موضوعګانې وسپړل شي او په دغه سفر کې به د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې په باب مشورې او اروزنې هم یوه مهمه موضوع وي .
ایرنا خبری آژانس راپور ورکړی ، دایران دخارجه وزارت ویندوي سعید خطیب زاده بیګا پخپل ټولنیز پیغام کې وئيلی دي ،دغه سفر دایران اوروسیې د خارجه وزیرانو د سیاسی مشورو او د جواد ظریف په بلنې سره ترسره کیږي ..
هغه وئيلي دي ، د دوو اړخیزو اړیکو ،سیمه ایزوموضوعګانو په تیره بیا دقفقاز د رووستیو حالاتو ، سروئې ،یمن او افغانستان د روستیو بدلونونو په باب او ورسره ددواړو هیوادونو دسیمه ایز او نړیوالو ترینګلتیاؤ او په تیره بیا د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې په څير دځينو مهمو موضوعګانو ارزول او د امریکا دغیر قانوني اویو اړخیزو اقداماتو سره د مقابلې په اړه مشورې به په دغه سفر کې د دواړو هیوادونو دخارجه وزیرانو د خبرواترو ترټولو مهم چورلیزونه وي .
د روسیې دخارجه وزارت ویندوئې میرمن ماریا زاخارووبیګا ددغه سفر په تائيدولو سره وئيلي دي ، ایران ته به د روسیې دخارجه وزیر سرګئ لاؤوروف په دغه کیدونکي سفر کې د تهران او ماسکو اقتصادي ملګرتیاوې اونوره سیمه ایزې او نړیوالې موضوعګانې وسپړل شي او په دغه سفر کې به د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې په باب مشورې او اروزنې هم یوه مهمه موضوع وي .
ټاکل شوې ده د روسیې خارجه وزیر سرګئ لاؤروف دوري دمیاشتې په څلوریوشتمه نیټه تهران ته په سفر راشي .