د روسیې خارجه وزیر به ډير زر تهران ته په سفر راشي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i98382-د_روسیې_خارجه_وزیر_به_ډير_زر_تهران_ته_په_سفر_راشي
ایران ته به د روسیې دخارجه وزیر سرګئ لاؤوروف په دغه کیدونکي سفر کې د تهران او ماسکو اقتصادي ملګرتیاوې اونوره سیمه ایزې او نړیوالې موضوعګانې وسپړل شي  او په دغه سفر کې به د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې په باب  مشورې او  اروزنې هم یوه مهمه موضوع وي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 02, 2021 02:05 Asia/Kabul
  • د روسیې خارجه وزیر به ډير زر تهران ته په سفر راشي

ایران ته به د روسیې دخارجه وزیر سرګئ لاؤوروف په دغه کیدونکي سفر کې د تهران او ماسکو اقتصادي ملګرتیاوې اونوره سیمه ایزې او نړیوالې موضوعګانې وسپړل شي  او په دغه سفر کې به د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې په باب  مشورې او  اروزنې هم یوه مهمه موضوع وي .

 ایرنا خبری آژانس  راپور ورکړی ، دایران دخارجه وزارت ویندوي سعید خطیب زاده  بیګا پخپل ټولنیز پیغام کې  وئيلی دي ،دغه سفر  دایران اوروسیې د  خارجه وزیرانو د سیاسی مشورو او د  جواد ظریف په بلنې سره ترسره کیږي ..

 هغه وئيلي دي ، د دوو اړخیزو اړیکو ،سیمه ایزوموضوعګانو  په تیره بیا دقفقاز د رووستیو حالاتو ، سروئې ،یمن  او افغانستان  د روستیو بدلونونو  په باب  او ورسره ددواړو هیوادونو دسیمه ایز او نړیوالو ترینګلتیاؤ  او په تیره بیا د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې  په څير  دځينو مهمو موضوعګانو  ارزول او د امریکا دغیر قانوني اویو اړخیزو  اقداماتو سره د مقابلې  په اړه مشورې به  په دغه سفر کې د دواړو هیوادونو دخارجه وزیرانو د خبرواترو ترټولو مهم چورلیزونه وي .

Image Caption

 

 د روسیې دخارجه وزارت ویندوئې میرمن ماریا  زاخارووبیګا ددغه سفر په تائيدولو سره وئيلي دي ،  ایران ته به د روسیې دخارجه وزیر سرګئ لاؤوروف په دغه کیدونکي سفر کې د تهران او ماسکو اقتصادي ملګرتیاوې اونوره سیمه ایزې او نړیوالې موضوعګانې وسپړل شي  او په دغه سفر کې به د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې په باب  مشورې او  اروزنې هم یوه مهمه موضوع وي .

ټاکل شوې ده د روسیې خارجه وزیر سرګئ لاؤروف  دوري دمیاشتې په څلوریوشتمه نیټه تهران ته په سفر  راشي .