د پاکستان سمندري بېړيو په بندرعباس کښې لنګر واچوۀ
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i98418-د_پاکستان_سمندري_بېړيو_په_بندرعباس_کښې_لنګر_واچوۀ
د پاکستاني سمندري بېړيو ډله چې په دوو بېړيو مشتمله ده د ايران په بندرعباس او سمندري ځواک په وړومبۍ امامت سيمه کښې لنګر واچوۀ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 03, 2021 09:43 Asia/Kabul
  • د پاکستان سمندري بېړيو په بندرعباس کښې لنګر واچوۀ

د پاکستاني سمندري بېړيو ډله چې په دوو بېړيو مشتمله ده د ايران په بندرعباس او سمندري ځواک په وړومبۍ امامت سيمه کښې لنګر واچوۀ.

د ايران پرېس د رپوټ له مخې دغه بېړۍ د پاکستان د سمندري دود مطابق او د تهران او اسلام آباد ترمېنځ د دوه اړخيزو او دوستانه تعلاقو د لا زيات پياوړتيا په غرض له نن څخه تر دريو ورځو پورې به په بندرعباس کښې شتون ولري.

د بندرعباس په سواحلو کښې له اودرېدو وروسته  پاکستاني سمندري بېړيو د قوماندانانو او کارکونکو ايراني همسنګو د هغوي هرکلے وکړ.

د ايران د اسلامي جمهوريت د فوځ د سمندري ځواک د امامت د وړومبنۍ سيمې د درستيزوالۍ مشر وړومبے کپتان رضا شېباني وويل، د پاکستان د سمندري بېړيو ډله هر کال بندر عباس ته راځي چې تېر کال د کورونا وائرسو د خپرېدو له کبله دغه کار اونه شو.

شيباني زياته کړه، د ايران له زمکني او سمندري ځواکونو له قوماندانانو سره ليدل کتل او د دوو اړخيزو تعلقاتو په اړه خبرې اترې د دغه پاکستاني پلاوي له ډېرو مهمو پروګرامونو څخه دي.