د مینځنۍ آسیاڅلورو هیوادونو ته د ایران دخارجه وزیر سفر
ا یران یو هغه هیواد دی چې له جیوپولیټيک، جیو ایکانومیک او جیو سټراټژيکو امکاناتو برهمن دی . پر دې اساس ، ډيری شناندي له آسیائي هیوادونو سره دایران موافقې په دوو او څو اړخیزو اړیکو کې منطقي فیصلې ګڼي .
د مینځنۍ آسیا څلورو هیوادونو ته دایران د خارجه وزیر دسفر په لومړنۍ مرحلې کې محمد جواد ظریف ازبکستان ته رسیدلی او ددغه هیواد له خارجه وزیر سره ئې لیده کاته کړي دي .
د ایران د اسلامی جمهوریت په سیمه ایزو اړیکو کې یو لومړیتوب له آسیائي هیوادونو سره دڅو اړخیزو اړیکو او مناسباتو پراختیا ده .
د ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف نن د مینځنۍ آسیا دڅلورو هیوادونو د سفر په لومړنۍ ورځ نن په تاشکند کې د ازبکستان له خارجه وزیر عبدالعزیز کامل اوف سره لیده کاته کړي دي .
ټاکل شوې ده جواد ظریف به په ازبکستان پسې قرقیزستان ، قزاقستان او ترکمنستان ته هم په سفر لاړ شي .
دم ګړۍ د ایران او د مینځنۍ آسیاپه جغرافیې کې د واقع هیوادونو ترمینځ د اقتصادي اړیکو دپراختیا لپاره داسې ښې زمینې برابرې شوي دي ، چې له دغه فرصته د تجارت دپیاوړتیا او او د پانګونې دپراختیا لپاره استفاده کیدلی شي . دایران له تجارتي او اقتصادي ظرفیَتونوڅخه په تیره بیا دچابهار له سټراټژيک او اوقیانوسي بندره له لازیاتې استفادې سره د مینځنۍ آسیا د هیوادونو دلچسپۍ ته په پام سره ، ددغو ملګرتیاؤ اهمیّت باید دڅواړخیزو سټراژيکو اړیکو پر پیاوړتیا په اغیزشیندنې کې وارزول شي .
دسیمې په جغرافیې کې آزادو سمندري اوبو ته د قفقاز دحوزې د هیوادونو او د مینځنۍ آسیا دهیوادونو تجارتي اوټرانزیټي لاس رسی ، له داسې ډير اهمیّته برخمن دی چې دایران له لارو څخه په استفادې سره لاس رسی ورته کیدلی شی . په دې زمینې کې د ریل پټلۍ دجوړیدا دګډې پروژې په چوکاټ کې د ایران ،قزاقستان ، او چین دملګرتیا په څیر دڅو اړخیزو فرصتونو رامینځةکیدا ته اشاره کیدلی شی چې د ریلي ارتباطاتو په برخې کې ئې یو استثنائي فرصت رامینځةکړی دی .
هغه څه چې ددغو ملګرتیاؤ اهمیّت زیاتوي ، هغه اوږدمهاله اقتصادي موخې دي چې د آسیا د زړه نومې کنفرانس کې ورته پام شوی دی .
ا یران یو هغه هیواد دی چې له جیوپولیټيک، جیو ایکانومیک او جیو سټراټژيکو امکاناتو برهمن دی . پر دې اساس ، ډيری شناندي له آسیائي هیوادونو سره دایران موافقې په دوو او څو اړخیزو اړیکو کې منطقي فیصلې ګڼي .
دتاریخ په اوږدو کې مینځنۍ آسیا سیمې، د اروپا، لویدیځي، جنوبی او ختیځي آسیا ترمینځ د شیانو د ځاي په ځاي کولو او د خلکو ترمینځ د پیوند لپاره د یوه سړک په توګه ، عمل کړی دی او اوس هم ایران دا فرصت لري ،څو له دې لارې ، داقتصادي غوړیدا لپاره استفاده وکړي .
له دې نظره ، اقتصادي ملګرتیاوې ، به په دغه سفر کې له نوموړو هیوادونو سره دخبرواترو دمطرح کیدا په بحثونو کې لومړیتوب ولري .
دغو مولفو ته په پام سره د مینځنۍ آسیا څلورو هیوادونو ته د ایران دخارجه وزیر سفر په دوو دلیلونو ډیر ستراټژيک اهمیّت لري .
لومړی دلیل ئې ، د څواړخیزو اړیکو درامینځةکولو لپاره له درستو فرصتونوهوښیاره او ځیره استفاده ده . په سیاسی او اقتصادي مناسباتو کې له سیمه ایزو ظرفیَتونو څخه انډولیزه استفاده او هدفمنه ټاکنه ، هغه لارې چارې دي چې د یواړخیز پالنې له امله د تاوانونو مخه نیولی شي.
دوهم دلیل ئې د ایران د سیاسی مانورې دقدرت پر زیاتولو ددغه سفر د موافقو اغیزشیندل ، په سیمه ایز ډګر کې له هیوادونو سره په اړیکو کې د اقتصادي ونډې برابر زیاتول دي .ددغو دوو بهیرونو منطقي نتیجه،په بهرنیو اړیکو کې د اوږدمهاله سټراټژيکو ګټو ساتل او له اقتصادي سیاسی ګواښونو سره دمقابلې لپاره د ظرفیَتونو زیاتیدا ده .