د مینځنۍ آسیاڅلورو هیوادونو ته د ایران دخارجه وزیر سفر
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i98520-د_مینځنۍ_آسیاڅلورو_هیوادونو_ته_د_ایران_دخارجه_وزیر_سفر
 ا یران یو هغه هیواد دی چې  له جیوپولیټيک،  جیو ایکانومیک  او جیو سټراټژيکو امکاناتو برهمن دی .  پر دې اساس ، ډيری شناندي  له آسیائي هیوادونو سره  دایران  موافقې  په دوو او څو اړخیزو اړیکو کې  منطقي فیصلې ګڼي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 05, 2021 10:21 Asia/Kabul
  • د مینځنۍ آسیاڅلورو هیوادونو ته د ایران دخارجه وزیر سفر

 ا یران یو هغه هیواد دی چې  له جیوپولیټيک،  جیو ایکانومیک  او جیو سټراټژيکو امکاناتو برهمن دی .  پر دې اساس ، ډيری شناندي  له آسیائي هیوادونو سره  دایران  موافقې  په دوو او څو اړخیزو اړیکو کې  منطقي فیصلې ګڼي .

د مینځنۍ آسیا څلورو هیوادونو ته دایران د خارجه وزیر دسفر په لومړنۍ مرحلې کې محمد جواد ظریف ازبکستان ته رسیدلی او ددغه هیواد له خارجه وزیر سره ئې لیده کاته کړي دي .

 د ایران د اسلامی جمهوریت  په سیمه  ایزو  اړیکو کې یو لومړیتوب له آسیائي هیوادونو سره دڅو اړخیزو اړیکو او مناسباتو پراختیا ده .

د ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف نن د مینځنۍ آسیا  دڅلورو هیوادونو د سفر په لومړنۍ ورځ نن  په تاشکند کې  د  ازبکستان  له خارجه وزیر  عبدالعزیز کامل اوف سره لیده کاته کړي دي .

ټاکل شوې ده جواد ظریف به په ازبکستان پسې  قرقیزستان ، قزاقستان او ترکمنستان ته هم په سفر لاړ شي  .

 دم ګړۍ د ایران او د مینځنۍ آسیاپه جغرافیې کې   د واقع  هیوادونو ترمینځ  د اقتصادي  اړیکو دپراختیا لپاره داسې  ښې زمینې برابرې شوي دي ، چې  له دغه فرصته  د تجارت دپیاوړتیا او  او د پانګونې دپراختیا لپاره استفاده کیدلی شي .  دایران  له تجارتي او اقتصادي ظرفیَتونوڅخه په تیره بیا  دچابهار له سټراټژيک  او اوقیانوسي  بندره  له لازیاتې استفادې سره د مینځنۍ آسیا د هیوادونو دلچسپۍ ته په پام سره ،  ددغو ملګرتیاؤ اهمیّت باید  دڅواړخیزو سټراژيکو اړیکو پر پیاوړتیا په اغیزشیندنې کې وارزول شي .

دسیمې په جغرافیې کې  آزادو سمندري اوبو ته د قفقاز  دحوزې د هیوادونو  او د مینځنۍ آسیا دهیوادونو  تجارتي اوټرانزیټي لاس رسی ،  له داسې ډير اهمیّته برخمن دی چې  دایران له لارو  څخه په استفادې سره  لاس رسی ورته کیدلی شی . په دې زمینې کې  د ریل پټلۍ  دجوړیدا دګډې پروژې په چوکاټ کې د ایران ،قزاقستان ، او چین  دملګرتیا په څیر دڅو اړخیزو فرصتونو رامینځةکیدا ته اشاره کیدلی شی  چې  د ریلي ارتباطاتو  په برخې کې  ئې یو استثنائي  فرصت رامینځةکړی دی . 

 هغه څه چې  ددغو ملګرتیاؤ اهمیّت زیاتوي ، هغه اوږدمهاله اقتصادي موخې دي چې د آسیا د زړه نومې کنفرانس  کې ورته پام شوی دی .

 ا یران یو هغه هیواد دی چې  له جیوپولیټيک،  جیو ایکانومیک  او جیو سټراټژيکو امکاناتو برهمن دی .  پر دې اساس ، ډيری شناندي  له آسیائي هیوادونو سره  دایران  موافقې  په دوو او څو اړخیزو اړیکو کې  منطقي فیصلې ګڼي .

دتاریخ په اوږدو کې مینځنۍ آسیا سیمې، د اروپا، لویدیځي، جنوبی او ختیځي آسیا ترمینځ د شیانو د ځاي په ځاي کولو او  د خلکو ترمینځ د پیوند لپاره د یوه سړک په توګه ، عمل کړی دی  او اوس هم  ایران دا فرصت لري ،څو  له دې لارې ، داقتصادي غوړیدا لپاره  استفاده وکړي .

 له دې نظره ، اقتصادي ملګرتیاوې ، به  په دغه سفر کې له نوموړو هیوادونو سره  دخبرواترو دمطرح کیدا په بحثونو کې لومړیتوب ولري .

 دغو مولفو ته په پام سره   د مینځنۍ  آسیا څلورو هیوادونو ته د ایران دخارجه وزیر سفر  په دوو دلیلونو ډیر  ستراټژيک اهمیّت لري .

 لومړی دلیل ئې ، د څواړخیزو اړیکو درامینځةکولو لپاره له درستو فرصتونوهوښیاره او ځیره استفاده ده .  په سیاسی او اقتصادي  مناسباتو کې  له سیمه ایزو  ظرفیَتونو څخه  انډولیزه استفاده او  هدفمنه ټاکنه ،  هغه لارې چارې دي چې  د یواړخیز پالنې له امله د تاوانونو مخه  نیولی شي.

 دوهم دلیل ئې  د ایران د سیاسی مانورې دقدرت پر زیاتولو  ددغه سفر د موافقو اغیزشیندل ، په سیمه ایز ډګر کې له هیوادونو سره په اړیکو کې د اقتصادي ونډې برابر زیاتول دي .ددغو دوو بهیرونو منطقي نتیجه،په بهرنیو اړیکو کې د اوږدمهاله سټراټژيکو ګټو ساتل او له اقتصادي  سیاسی ګواښونو سره  دمقابلې لپاره  د ظرفیَتونو زیاتیدا ده .