د ایران پرضد د امریکا بندیزونه باید ختم شي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i98686-د_ایران_پرضد_د_امریکا_بندیزونه_باید_ختم_شي
فارس خبري اژانس وايي د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف د تهران پرضد د امریکا د ټولو بندیزونو په ختمولو ټینګار وکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 09, 2021 23:55 Asia/Kabul
  • د ایران پرضد د امریکا بندیزونه باید ختم شي

فارس خبري اژانس وايي د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف د تهران پرضد د امریکا د ټولو بندیزونو په ختمولو ټینګار وکړ .

هغه پرون وویل د ایران پرضد د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ټول بایکاټونه د اټومي تړون پرضد دي او هغه باید ختم شي .

د ایران خارجه وزیر جواد ظریف وویل تهران  اټومي تړون ته د بشپړه پاې بندۍ لپاره منطقي لاره وړاندې کوي او امریکا چې د غه کړکیچ  یې رامینځته کړ لومړۍ باید خپلو اټومي ژمنو ته ورستنه شي او ایران به د امریکا له اقدام وروسته په چټکې سره متقابل اقدام وکړي .

هغه وویل د اټومي تړون پرضد د امریکا د پخواني ولسمشر ټرمپ ټول بندیزونه باید خپل سره او بې منطقه نومونو ورکولو او امتیازونو ته له پام کولوپرته ختم شي .