د جنوبي کوریا لومړی وزیر ایران ته سفر کوي
ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند سعید خطیب زاده د ایران د اسلامي جمهوریت له چارواکو سره د کتنې او د دوه اړخیزه موضوعګانو په هکله د خبرواترو لپاره تهران ته د جنوبي کوریا د لومړي وزیر چون سي کیونګ د راتلو خبر ورکړ .
سعید خطیب زاده وویل د جنوبي کوریا لومړی وزیر چون سي کیونګ به سبا او بل سبا د ایران د اسلامي جمهوریت له مقاماتو سره د کتنې او په جنوبي کوریا کښې د ایران د مرکزي بانک سرچینو ته د لاسرسي لپاره د رامینځته کړې شویو غیر قانوني محدودیتونو په شمول د دوه اړخیزه موضوعګانو په هکله د خبرو اترو لپاره تهران ته سفر وکړي .
هغه وویل د ایران او د جنوبي کوریا لخوا د دغه سفر د نهايي کولو لپاره فني غږملتیا روانې دي .
د جنوبي کوریا لومړی وزیر چون سي کیونګ به په دغه سفر کښې د ایران د ولسمشر له لومړي مرستیال اسحاق جهانګیري سره په خبرو سربیره د اسلامي شورا له مشر محمد باقر قالیباف سره هم کتنه او خبرې وکړي