ایران په اټومي تړون کښې شفاف عمل کړی
Apr 14, 2021 08:21 Asia/Kabul
فارس خبري اژانس وايي په ویانا کښې په نړیوالو موسسو کښې د روسیې استازي میخاییل اولیانوف د شپیتو (۶۰) فیصدو په اندازه د یورانیمو د پخولو د جزیاتو په هکله د ایران توضیحاتو ته په ځواب کښې ټینګار وکړ ایران تل د اټومي تړون په ګامونو کښې په شفاف ډول عمل کړی دی .
میخاییل اولیانوف په ايي ار څلور (IR-4)او ایی ار شپږو(IR-6) سانټري فیوژونو سره د شپیتو (۶۰) فیصدو په اندازه د یورانیمو د پخولو په هکله په ویانا کښې په نړیوالو موسسو کښې د ایران د استازي کاظم غریب ابادي شفاف سازیو ته په غبرګون کښې وویل ایران د تل په شان په انحرافي اقداماتو یعني په اټومي تړون کښې د خپلو ژمنو په کمولو کښې کاملا شفاف دي .
ټیګونه