د نړیوالې ایټمي موافقې په زمینې کې د ایران سیاست مشخص دی
حضرت آيت ا... العظمی سید علی خامنه اي فرمائيلي دي ،د امریکایانو زیاتره وړاندیزونه کبرجن او له سپکاویو ډک دي او حتی د لیدو قابل هم نه دي .
د اسلامی انقلاب معظم لارښود له جامعې نړیوالې ایټمي موافقې ، بندیزونو او خبرواترو اترو سره داړونده مسئلو په باب فرمائيلي دي ، د نړیوالې ایتمي موافقې او بندیزونو په باب مو د هیواد سیاست اعلان کړی او له لوړپوړو چارواکو سره مو په غونډو او مکتوب په بڼه هم دوي ته بیان کړی دی ، د هیواد دسیاست په اساس معلومه ده چې باید څه کار وکړائ شي .
حضرت آيت ا.... العظمی سید علی خامنه اي پرون ناوخته له قرآن کریم سره د ا نس په نوراني دستورو کې چې د ویډیوئي کنفرانس له لارې دتهران په امام خمینی عیدګاه کې د محدودو قرآني فعالانو په شتون سره ترسره شوي ، فرمائيلي دي ؛د هیواد د مسئولانو تشخیص دا دی چې خبرې اترې دې وکړي څو همدغه سیاست اعمال کړي چې په دې زمینې کې هیڅ بحث نه لرو ، البته باید خیال وشي ، چې خبرې اترې اوږدې او ورستې نه شي ، ځکه چې دهیواد په تاوان دي .
د اسلامی انقلاب معظم لارښ،د پر خبرواترو ټينګار څخه د امریکایانو موخه د چټي او باطلو ټکو دتپلو لپاره هڅه بللې او فرمائيلي ئې دي ؛په دې باب د اسلامی جمهوری نظام منطق چې اول باید امریکا بندیزونه ختم کړي ، ځکه پر دوي هیڅ اعتماد نشته او مخکې ئې هم په کرتو دخپلو ژمنتیاؤ خلاف ورزي کړې ده ، په دې ډول ده چې حتی ځيني اروپائي مرکچیان هم مني او په خصوصي ناستو کې تصدیق کوي ، که څه هم ، په فیصلو کې امریکائي چارواکو ته تسلیمیږي او له خپلې خوا هیڅ خپلواکي نه لري .
حضرت آيت ا... العظمی سید علی خامنه اي فرمائيلي دي ،د امریکایانو زیاتره وړاندیزونه کبرجن او له سپکاویو ډک دي او حتی د لیدو قابل هم نه دي .
دوي همداراز په پاي کې هیله ښودلې چې د هیواد مسئولان دې په پرانیستو سترګو اوځيرتیا ، قدرت او په خداي په توکل سره پر مخ لاړ شي او په الهي توفیق سره دې ملت خوشال کړي .