د ملګروملتو بې عملۍ او لټۍ صهیونیسټ رژيم لاګستاخ کړی دی
غریب آبادي په دغه لیک کې ټينګار کړی دی ، ددغه ناځوانمردانه عمل عاملان باید له سزا بچ پاتې نشي او هر څو ک چې په دغه اقدام کې په مستقیم او یا غیر مستقیم ډول دخیل وي ،باید په دغه ترهه ګر اقدام کې د همدست په توګه ځواب ووائي .
زمونږخبریال راپور راکړ په ویانا کې په نړیوالو اورګانونو کې د اسلامی ایران سفیر او دایمی استازي کاظم غریب آبادي بیګا د ایټمي انرژۍ نړیوال آژآنس مشر رافایل ګروسي ته دیوه لیک په لیږلو سره ټينګار کړی ، د صهیونیست رژيم له ورانکارو اقداماتو سره په رابطې کې د ملګروملتو او ایټمي انرژ ۍد نړیوال آژانس اقدام نه کولو دغه جنایتکار رژيم لاسپین سترګې او ګستاخ کړی دی .
کاظم غریب ابادي په دغه لیک کې لیکلي دي ، د ریډیو ایکټیو دموادو د احتمالی خوریدا په لوړې خطرې سره په ایران کې دنطنز ا یټمی کمپلیکس قصدا ټارګټ کول ، جنایتکاره ایټمي ترهه ګري حسابیږي .
غریب آبادي په دغه لیک کې ټينګار کړی دی ، ددغه ناځوانمردانه عمل عاملان باید له سزا بچ پاتې نشي او هر څو ک چې په دغه اقدام کې په مستقیم او یا غیر مستقیم ډول دخیل وي ،باید په دغه ترهه ګر اقدام کې د همدست په توګه ځواب ووائي .
په دغه لیک کې راغلي دي ،د ایران په نطنز ایټمي تاسیساتو باندې په حملې کې د صهیونیسټ رژيم له دغه ترهه ګر اقدامه یوازې یوه ورځ وروسته ، د صهیونیسټ رژيم لومړي وزیر بین یامین نتن یاهو دغه ترهه ګراقدام ته اشاره کړې ده .
کاظم غریب آبادي وئيلي دي ، د لویدیځي آسیا تاریخ ، داسرائيلو د جنایتکار رژيم له شره د ډکو ترهه ګرو اقداماتو له ګواهۍ ډک دی چې د آژانس او نورو نړیوالو اورګانونو د پټو سترګو په وړاندې ئې ترسره کړي دي.که آژآنس او نورو نړیوال اورګانونه ددغه ډول جنایتکارو اقداماتو مخه ونه نیسی ، نو بیا به ئې کنټرولول د ټولو لپاره ډير سخت شي او مسئولیّت به ئې د آژآنس او نړیوالو اورګانونو په غاړه وي .