د ملګروملتو بې عملۍ او لټۍ صهیونیسټ رژيم لاګستاخ کړی دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i98942-د_ملګروملتو_بې_عملۍ_او_لټۍ_صهیونیسټ_رژيم_لاګستاخ_کړی_دی
غریب آبادي په دغه لیک کې ټينګار کړی دی ،  ددغه ناځوانمردانه  عمل عاملان باید له سزا بچ پاتې نشي  او هر څو ک چې  په دغه  اقدام کې په مستقیم او یا غیر مستقیم ډول  دخیل وي ،باید  په دغه ترهه ګر اقدام کې د همدست په توګه  ځواب ووائي . 
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 15, 2021 03:14 Asia/Kabul
  • د ملګروملتو بې عملۍ او لټۍ صهیونیسټ رژيم لاګستاخ  کړی دی

غریب آبادي په دغه لیک کې ټينګار کړی دی ،  ددغه ناځوانمردانه  عمل عاملان باید له سزا بچ پاتې نشي  او هر څو ک چې  په دغه  اقدام کې په مستقیم او یا غیر مستقیم ډول  دخیل وي ،باید  په دغه ترهه ګر اقدام کې د همدست په توګه  ځواب ووائي . 

زمونږخبریال راپور راکړ په ویانا کې په نړیوالو اورګانونو کې د اسلامی ایران سفیر او دایمی استازي  کاظم غریب آبادي  بیګا  د ایټمي انرژۍ نړیوال آژآنس  مشر رافایل ګروسي ته  دیوه لیک په لیږلو سره  ټينګار کړی ، د صهیونیست رژيم  له ورانکارو اقداماتو سره په رابطې کې  د  ملګروملتو او ایټمي انرژ ۍد نړیوال آژانس  اقدام نه کولو  دغه جنایتکار رژيم  لاسپین سترګې  او ګستاخ کړی دی . 

کاظم غریب ابادي په دغه لیک کې لیکلي  دي ،  د ریډیو ایکټیو  دموادو د احتمالی خوریدا په لوړې خطرې سره په ایران کې  دنطنز  ا یټمی کمپلیکس  قصدا ټارګټ کول ، جنایتکاره ایټمي ترهه ګري حسابیږي .

  غریب آبادي په دغه لیک کې ټينګار کړی دی ،  ددغه ناځوانمردانه  عمل عاملان باید له سزا بچ پاتې نشي  او هر څو ک چې  په دغه  اقدام کې په مستقیم او یا غیر مستقیم ډول  دخیل وي ،باید  په دغه ترهه ګر اقدام کې د همدست په توګه  ځواب ووائي . 

 په دغه لیک کې راغلي دي ،د ایران په نطنز ایټمي تاسیساتو باندې په حملې کې د صهیونیسټ رژيم له دغه ترهه ګر اقدامه یوازې یوه ورځ وروسته ، د صهیونیسټ رژيم لومړي وزیر بین یامین نتن یاهو  دغه ترهه ګراقدام ته اشاره کړې ده .

کاظم غریب آبادي وئيلي دي ، د لویدیځي  آسیا تاریخ ،   داسرائيلو د جنایتکار رژيم   له شره د ډکو ترهه ګرو اقداماتو له ګواهۍ ډک دی  چې د آژانس  او نورو نړیوالو اورګانونو  د پټو سترګو په وړاندې  ئې ترسره کړي دي.که  آژآنس او نورو نړیوال  اورګانونه ددغه ډول جنایتکارو اقداماتو مخه ونه نیسی ، نو بیا به ئې کنټرولول د ټولو لپاره  ډير سخت شي او مسئولیّت به ئې د آژآنس او نړیوالو اورګانونو په  غاړه وي .