عراقچي:
اروپایان باید په مذاکراتو کښې جدیت وښايي
د ایران د اسلامي جمهوریت د خارجه وزیر سیاسي مرستیال په ویانا کښې د برجام د ګډ کمیشن پرونۍ غونډه ډیره لانجمنه وبلله او څرګنده یې کړه چې اروپایان دې په خبرواترو کښې جدیت څرګند کړي
د ایران د اسلامي جمهوریت د خارجه وزیر سیاسي مرستیال په ویانا کښې د برجام د ګډ کمیشن پرونۍ غونډه ډیره لانجمنه وبلله او څرګنده یې کړه چې اروپایان دې په خبرواترو کښې جدیت څرګند کړي
سید عباس عراقچي د برجام د ګډ کمیشن له غونډې وروسته یولړ څرګندونو کښې، په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې ایران اوږدو او ستومانه کونکو مذاکراتو ته غاړه نه ږدي، څرګنده کړه: باید په عمل کښې وکتلې شي چې موافقې ته د رسیدو لپاره د منلو وړ او معقوله چټکتیا شته، او که داسې نه وي نو ایران د خبرواترو د جاري ساتلو هیڅ وجه نه ویني.
هغه په دوام کښې د نطنز په ایټمي تاسیساتو کښې ترهګرې پیښې ته اشاره وکړه او ویې ویل: له دغې پيښې داسې په اسانه نه شو تیریدلې.
د اسلامي ایران د خارجه وزیر سیاسي مرستیال په دې خبرې سره چې تهران تمه لري مقابل لوري دغه پيښه وغندي او دا یوه جدي او برحق غوښتنه ده، زیاته کړه: له روسیې او چین پرته، دریو اروپايي هیوادونو نه یوازې دغه کار ونه کړ بلکې بندیزونه یې لازیات کړل چې له امله یې اروپایان د ایران له خوا سخت ترپوښتنې لاندې راغلل.
ښاغلي عراقچي هم داشان وویل: که اروپايي لوري او امریکا خپلې ژمنې پوره کړي نو بیا به ایران هم خپلې وعدې عملي کړي.