د ایران، روسیې او چین درې اړخیزه ناسته
Apr 17, 2021 03:09 Asia/Kabul
په ویانا کې د روسیې، او د چین د مذاکراتي ټیم مشرانو د ایراني پلاو له مشر سره خبري اترې وکړې.
د روسیې او د چین د مذاکراتي ټیم مشران د ایران د بهرنیو چارو د وزارت د سیاسي مرستیال او په ویانا کې د ایراني پلاو له مشر سید عباس عراقچي سره په یوه درې اړخیزه ناسته کې خبرې اترې وکړې.
په ویانا کې د برجام نړیوالي ایټمي د ګډي کمیټې غونډه د ایران او د ۱+۴ هیوادونو د پلاو په ګډون سره دوام لري.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت د بیانیې سره سم، د امریکې استازي په مستقیم او غیر مستقیم توګه په د برجام د ګډي کیمټې په ناسته کې حضور نه لري او له هغوي سره به هیڅ ډول خبري اترې تر سره نه شي.
ټیګونه