پوځ په سیمه ایزې او نړیوالې ډيپلوماسۍکې دایران سټراټژيک اړم دی
په ۱۳۵۸لمریز کال کې د اسلامی انقلاب د ارواښاد بنسټګر حضرت امام خمیني په تاریخي او حیات بخښونکي پيغام سره د ایران پوځ نوزیږی شو او د وري دمیاشتې نهه دیرشمه نیټه یعني دا پریل اولسمه ورځ د ایران په تاریخ کې د اسلامی جمهوریت د پوځ ورځ نومول شوې ده .
ایرناخبری آژانس راپور ورکړ و ایران داسلامی جمهوریت دپوځ عمومی قوماندان سردار سید عبدالرحیم موسوي د وري دمیاشتې پ دنهویشتمې نیټې ،یعني د اسلامی ایران د پوځ دورځې په مناسبت په پیغام کې دې ته په اشارې سره چې دپوځ د اته څلویښت زره شهیدان او دغه راز د پوځ زرګونو پتمن او جانبازان د دین او وطن په دفاع کې د پوځ او د ملت د پوځي بچیانو دمیړنتوب او سرښیندنې مثال دي ، دهیواد دسمندري ،مځکنیو او هوائي پولو د ساتنې د امکان پر رامینځةکولو سربیره ، له ځانګړي دفاعي توانمنیو برخمن دي.چې د ایران په سیمه ایزې او نړیوالې ډيپلوماسۍ کې د سټراټژیک اړم په توګه رول لوبوي .
داسلامی ایران دپوځ عمومی قوماندان زیاته کړې ده ، داسلامی ایران دپوځ هویّت له نورو پوځونو سره توپیر لري،سیل او زلزلو ښودلې ده چې پوځ تر کومه حده له ملته ځان قربانوي ، دکروناناروغۍ خوریدا او د ولس دسلامتیا په دفاعي حوزې کې د پوځ د څلور سوه څلویښتو روغتونونو او درملیزو مرکزونو مشارکت او د کابو پنځلس زره پرسنلو سرښیندنې ، ددې په ترڅ کې چې دناروغانود مشکل له حل کولو سره ارزښتمنه مرسته وه، دبیالوجیک جنګ له ترټولو سخت جنګ سره دمقابلې لپاره د پوځ تیارسی او دنرمښت او قربانۍ نښه ده .
د سردار موسوي په پيام کې راغلي دي ، نړۍ او سیمه نن سبا د نړیوال صهونزم او نړیوال استکبار له فتنو سره لاس او ګریوان ده او د اسلامی انقلاب د معظم لارښود په تعّبیر،نړۍ په یوه تاریخي پيچلتیاکې ده،د یوه استبکارضده، قدرتمند،انقلابي اوله معنویّته ډک پوځ شتون،په دغه لالهانده او څپڅپانده دوران کې یوه ګټونکي پاڼه شمیرل کیږي .
په ۱۳۵۸لمریز کال کې د اسلامی انقلاب د ارواښاد بنسټګر حضرت امام خمیني په تاریخي او حیات بخښونکي پيغام سره د ایران پوځ نوزیږی شو او د وري دمیاشتې نهه دیرشمه نیټه یعني دا پریل اولسمه ورځ د ایران په تاریخ کې د اسلامی جمهوریت د پوځ ورځ نومول شوې ده .