د ایټمي موافقې ګډ کمیشن غونډه په ویاناکې بیا پیلیږي
د ایران د خارجه وزارت د اعلامیې په اساس،د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې دغړو یعني د ایران او ۴+۱ډلې دغړو هیوادونو په غونډې کې د امریکا حکومت یا استازي ئې مستقیم یا غیر مستقیم شتون نه لري او له دوي سره به خبرواترې ونه کړو .
زمونږخبریال راپور راکړ،د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې د ګډ کمیشن یا د ایران او ۴+۱ډلې د مرستیالانو په سویه دمرکچي ټيمونو غونډه نن بیا په ویانا کې ترسره کیږي . چې موخه ئې دتخنیکي کارپيژاندو د خبرواترو د بهیر او نتیجو ارزول دي .
په دغې ناستې کې د ایراني مرکچي ټیم مشري د ایران دمرستیال خارجه وزیر عباس عراقچي پر غاړه ده او دغونډې مشري به هم د اروپائي اتحادئې د بهرني سیاست د خدماتو د ادارې د عمومی منشي دمرستیال آنریکه مورا په غاړه وي .
ټاکل شوې ده په دغې ناستې کې د خبرواترو د دوام د څرنګوالي په باب خبرې اترې او بحث او فیصله وشي .
په ویانا کې د خبرواترو تازه پړاؤ دتیرې پنجشنبې په ورځ پیل شوي او دګډ کمیشن پر یوې غونډې سربیره ، د ایټمی بندیزونو او ایټمي مسئلو په دوو حوزو کې دکارپيژندونکو په سویه دخبرواترو دوام دی .