د ایران ولس د امریکې د زیاتره دباؤ په وړاندې اودریده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i99188-د_ایران_ولس_د_امریکې_د_زیاتره_دباؤ_په_وړاندې_اودریده
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر ټینګار وکړ چې ایراني ولس د امریکې د زیات نه زیات دباؤ په وړاندې دیدنه کړې ده
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 20, 2021 02:58 Asia/Kabul
  • د ایران ولس د امریکې د زیاتره دباؤ په وړاندې اودریده

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر ټینګار وکړ چې ایراني ولس د امریکې د زیات نه زیات دباؤ په وړاندې دیدنه کړې ده

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر ټینګار وکړ چې ایراني ولس د امریکې د زیات نه زیات دباؤ په وړاندې دیدنه کړې ده

د اسلامي ایران ولسمشر حسن روحاني پرون له یوه ډله خیّرینو سره په کتنه کښې وویل: د ایران ولس د دښمن د زیاتره دباؤ په وړاندې ټیټ نه شو او اودریده او هیڅ داسې هیواد نشته چې د امریکې په دغې سټراټیجکې ماتې باندې اعتراف ونه کړي.

ولسمشر روحاني زیاته کړه: امریکايي مسئولانو او حتی د دغه هیواد تیر حکومت هم چې په خپله يې دغه دباؤنه لګولي وو، وايي چې خپلو اهدافو ته ونه رسیدل.

د اسلامي ایران ولسمشر هم داشان وویل: هغوي غوښتل چې له شپږو میاشتو نه تر یو کال پورې ایران تسلیم کړي خو ونه توانیدل.

هغه هم داشان وویل: هیڅ­چا د ایران مرسته ونه کړه او حتی کله چې د کرونا له وبا سره مخامخ شو نو دښمن په دغو حالاتو کښې هم خپله هم هغه طریقه جاري وساتله خو ایران سره له دې مقاومت وکړ او د یو بل مرسته یې وکړه.