ایران له هندوستان سره مرستې ته چمتو دی
ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د روغتیا وزیر سعید نمکي له کورونا ویروس سره د مقابلې لپاره له هندوستان سره د تهران د مرستې لپاره چمتووالی اعلان کړ .
هغه پرون د هندوستان د روغتیا وزیر هاراش واردهان ته په یوه(۱) لیک کښې په دې خبرې باندې ټینګار سره چې د کورونا ویروس مدیریت د ټولو هیوادونو له ملګرتیا او پیوستون پرته امکان نلري د کورونا ناروغۍ د کنټرولولو لپاره نوي ډيلي ته د فني ، د کارپیژاندو او د تجهیزاتي مرستو د وړاندې کولو لپاره د ایران چمتووالی اعلان کړ .
د ایران د روغتیا وزیر سعید نمکي ټینګار وکړ که څه هم ایران د امریکا د ظالمانه بایکاټونو او د هغه له کبله له دباونو سره مخامخ دی خو توانیدلی دی په ځايي پوهې باندې تکیې کولو ، د داخلي ساینس پوهانو له علم او تجربې څخه په استفادې کولو او دغه راز په پراخ علمي وفاق سره په کم لګښت سره له دغه سختې څپې څخه تیر شي .
هندوستان د کورونا ویروس له یوې(۱) سونامي سره مخ دی او کارپيژاندو ویلي دي چې د طبي امکاناتو نشتون د دغه هیواد د روغتیا سیسټم د دړې وړې کیدا په درشل کښې وروستلی دی .
په هندوستان کښې تراوسه په کورونا ویروس شپاړس میلیونه او شپږ لکه خلک ککړ شوي او درې لکه پینځه څلویښت زره ترې مړه شوي هم دي .