د اروپايي اتحادیې په چارواکو د بندیز لګولو په تکل کښې یو
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i99492-د_اروپايي_اتحادیې_په_چارواکو_د_بندیز_لګولو_په_تکل_کښې_یو
د ایران د خارجه وزارت ویاند وویل: د اروپايي اتحادیې د چارواکو د بایکاټولو یو لیسټ مو چمتو کړی دی خو دا اقدام لا نه دی فاینل شوی
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 26, 2021 08:30 Asia/Kabul
  • د اروپايي اتحادیې په چارواکو د بندیز لګولو په تکل کښې یو

د ایران د خارجه وزارت ویاند وویل: د اروپايي اتحادیې د چارواکو د بایکاټولو یو لیسټ مو چمتو کړی دی خو دا اقدام لا نه دی فاینل شوی

د ایران د خارجه وزارت ویاند وویل: د اروپايي اتحادیې د چارواکو د بایکاټولو یو لیسټ مو چمتو کړی دی خو دا اقدام لا نه دی فاینل شوی

سعید خطیب زاده په خپلې اونیزې خبري غونډې کښې په دې هکله چې ویل کیږي د جو بایډن حکومت بندیزونه نه اوچتوي او د ټولو بندیزونو د ختمولو څه ضمانت دی، زیاته کړه: د بندیزونو ترمینځ د هیڅ فرق او توپیر قایل نه یو او زمونږ له نظره هغه ټول برجامي دي او د امریکې حکومت دنده لري چې ټول بندیزونه ختم کړي.

هغه د ویانا د مذاکراتو او د هغو د لرلید په هکله د یوې پوښتنې په ځواب کښې هم وویل: مونږ اوږدو او ستومانه کونکو خبرواترو ته هیڅ ګروهنه نه لرو خو له بلې خوا بیړه هم نه لرو. البته که ووینو چې سیاسي اراده نشته نو خبرواترو ته به بیخي دوام ورنه کړو.

ښاغلي خطیب زاده هم  داشان وویل: په بشري حقوقو کښې د اروپایانو مخینې د اروپا په تیره بیا د ځینو اروپايي هیوادونو لپاره هیڅ آبرو او عزت نه دی پریښې. په خواشینۍ سره هغوي چې بشري حقوق سیاسي کوي، د بشري حقوقو اصلي خائنان دي. ایران د خپلو چارواکو د بایکاټولو په لړ کښې د اروپايي اتحادیې له اقدام وروسته له اروپايي اتحادیې سره خپلې ټولې خبرې اترې وڅنډولې او د اروپايي اتحادیې د چارواکو د بایکاټولو یو لسټ یې چمتو کړ خو دا اقدام لا فاینل شوی نه دی.