په سیمه کې د عراق له رول لوبونې څخه هرکلی کوو
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i99548-په_سیمه_کې_د_عراق_له_رول_لوبونې_څخه_هرکلی_کوو
د ایران د بهرنیو چارو وزیر د عراق له چارواکو سره خپل لیدو ته په اشارې سره وویل: موږ په سیمه کې د عراق له رول لوبونې څخه هرکلی کوو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 27, 2021 12:06 Asia/Kabul
  • په سیمه کې د عراق له رول لوبونې څخه هرکلی کوو

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د عراق له چارواکو سره خپل لیدو ته په اشارې سره وویل: موږ په سیمه کې د عراق له رول لوبونې څخه هرکلی کوو.

محمد جواد ظریف د سې شنبې په ورځ په خپل ټوییټر کې ولیکل: د عراق له ولسمشر برهم صالح، لومړي وزیر مصطفی الکاظمي، د پارلمان مشر محمد الحلبوسي، د بهرنیو چارو وزیر فواد حسین او د اهل سنت او اهل تشیع د سیاسي جریانونو له مشرانو سره په لوړه سویه خبرې اترې ایران لپاره په لومړیتوب کې دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه: موږ له دې څخه چي عراق د سیمي په بدلونونو کې اساسي رول ولوبوي هرکلی کوو.

ظریف وویل: له نورو عراقي چارواکو او سیاسي مشرانو سره به هم وګورو.