په ویانا کې د روسیې، چین او ایران درې اړخیزه ناسته
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i99554-په_ویانا_کې_د_روسیې_چین_او_ایران_درې_اړخیزه_ناسته
په ویانا کې د روسیې، چین او د ایران د استازو تر مینځ درې اړخیزه غونډه وشوه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 27, 2021 12:52 Asia/Kabul
  • په ویانا کې د روسیې، چین او ایران درې اړخیزه ناسته

په ویانا کې د روسیې، چین او د ایران د استازو تر مینځ درې اړخیزه غونډه وشوه.

په ویانا کې د برجام د ګډي کمېټې د غونډو له پیلېدو سره سم، د ایران د استازولی په مرکز کې د چین، روسیې او د ایران د مذاکرچي پلاوو تر مینځ خبري اترې وشوې.

په دغه غونډه کې دریو لورو برجام ته د امریکې د بیرته استنېدو او په ایران باندې د لګول شویو بندیزونو د ختمېدو په اړه خبري اترې وکړې او ټینګار یې وکړ چي امریکا باید ټول یو اړخیز بندیزونه لیري کړي.

د درو واړو هیوادونو استازو د خبرو اترو په دوام ټینګار وکړ.

د برجام د ګډي کمیټې غونډه د ایران، جرمني، فرانسې، برتانیې، روسیې او چین د استازو په ګډون سره تر سره شوه.