ایران د امنیت شورا په چپتیا نیوکه وکړه
ایرنا خبري اژانس وايي په ملګروملتونو کښې د ایران دائمي استازي مجید تخت روانچي په جنګونو کښې د ملکي وګړو د حقوقو په خلاف ورزۍ کښې د امنیت شورا په انفعال ، د صهیونیسټ رژيم د جنایتونو او په یمن باندې د سعودي عربستان د شپږ(۶) کاله تیریو او د سوریې پرضد د یواړخیزه بایکاټونو په هکله په چپتیا باندې نیوکې سره هغه د منفعلانه کړچار بیلګه وبلله .
هغه د امنیت شورا په غونډې کښې چې په وسله والو جنګونو کښې د ملکي وګړو د ساتنې په موضوع سره وشوه وویل په داسې حال کښې چې د جنګ مخه نیول د نړیوالو حقوقو بنیادي اصل دی خو له بده مرغه وسله والې جګړې اوس هم زمونږ د وخت یو(۱) واقعیت دی او په عین حال کښې د ملکي وګړو د ساتنې په شان مسلم قواعد نه رعایت کیږي .
هغه د فلسطین په نیواکي ټاټوبو کښې په تیرو لسیزو کښې د صهیونیسټ رژیم منظمو غیر قانوني او غیر انساني کړچارونو ته اشاره وکړه او هغه یې د جنګي جنایتونو روښانه مصداقونه وبلل .
تخت روانچي وویل په یمن باندې شپږ(۶) کلن تیري کښې د سعودي عربستان څاروي توبونه بله بیلګه ده چې پکښې د ښځو او د ماشومانو په شمول زرګونو عام خلک وژل شوي او په جوماتونو ، روغتونونو ، ښوونځیو، کورونو ، ډيپلوماټیک ځایونو ، مارکیټونو او حتي د وادونو او د ویر په مراسمو باندې د عربستان لخوا بمبارې او حملې شوي دي