په ویانا کې ایټمي خبرې اترې په ښه انداز سره دوام لري
ایران له عربستان سره دملګرتیاؤ او تعامل پياوړتیا ته تیار دی او ددواړو هیوادونو داړیکو پیاوړتیا له کوم شک پرته دسیمې په ګټه دي او د غیر ضروري چیلنجونو او ډيرو تاؤتریخوالو باندې دغلبې په لاره کې اغیز شیندونکي کیدلی شی .
زمونږخبریال راپور راکړ د اسلامی ایران د ولسمشر ددفتر مسئول محمود واعظي بیګا په یولړ څرګندونو کې په ویانا کې د ایران او ۴+۱ډلې د استازو خبرې اترې راضي کونکي بللي او دغه خبرې اترې ئې له موجودو پيچلتیاؤ او د نظر اختلافاتو سره سره مثبتې بللي او وئيلي ئې دي ، خبرې اترې برخلیک ټاکونکي حد ته رسیدلي او فضا ئې هم مثبته ده او که دغه خبرې اترې همدغه شان پرمخ لاړې شي ، نو ممکنه ده ښه پرمختګونه ولري .
د هغه په وینا ، د ایران د حکومت او مرکچي ټيم هڅه او خبرې اترې ، د اسلامی انقلاب د معظم لارښود دله خوا دبیان شوو شرطونو دپوره کیدا او د هیواد دلوړپوړو چارواکو په وسیله په انځور شوي چوکاټ کې ترسره کیږي.
محمود واعظي همداراز د ایران دخارجه وزیر سیمه ایزو سفرونو ته په اشارې سره هم وئيلي دي ، اسلامی ایران له خپلو ګاونډیو سره داړیکو پراختیا سټراټژيک هدف ګڼي او سیمه ایزو ګډو ګټو ته پام سره له ګاونډیانو سره دملګرتیا او خبرواترو تود هرکلی کوي .
هغه د ایران او عربستان د اړیکو په باب هم ټينګار کړی ، او وئيلي ئې دي ایران له عربستان سره دملګرتیاؤ او تعامل پياوړتیا ته تیار دی او ددواړو هیوادونو داړیکو پیاوړتیا له کوم شک پرته دسیمې په ګټه دي او د غیر ضروري چیلنجونو او ډيرو تاؤتریخوالو باندې دغلبې په لاره کې اغیز شیندونکي کیدلی شی .