امریکا دې نړیوالې ایټمي موافقې ته د بیرته ستنیدا ګام پورته کړي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i99688-امریکا_دې_نړیوالې_ایټمي_موافقې_ته_د_بیرته_ستنیدا_ګام_پورته_کړي
امریکا  له جامعې نړیوالې ایتمي موافقې څخه  په وتلو او د ایران  په ضد د زیاتره دباؤ سیاست  په اعمالولو سره  ددغې نړیوالې ایټمي موافقې  په اجرا کې ډير خنډونه رامینځةکړي دي  ، چې باید ددغو خنډونو دلیرې :ولو لپاره دې  لومړنی ګام پورته کړي څو نړیوالې ایټمي موافقه د اجرا خپل  مدارونه  کچ کړي .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
May 01, 2021 05:03 Asia/Kabul
  • امریکا دې نړیوالې ایټمي موافقې ته د بیرته ستنیدا ګام پورته کړي

امریکا  له جامعې نړیوالې ایتمي موافقې څخه  په وتلو او د ایران  په ضد د زیاتره دباؤ سیاست  په اعمالولو سره  ددغې نړیوالې ایټمي موافقې  په اجرا کې ډير خنډونه رامینځةکړي دي  ، چې باید ددغو خنډونو دلیرې :ولو لپاره دې  لومړنی ګام پورته کړي څو نړیوالې ایټمي موافقه د اجرا خپل  مدارونه  کچ کړي .

زمونږخبریال راپور راکړ په ویانا کې په دیره نړیوالو اورګانونو کې  د روسیې سفیر او دایمي استازي میخائيل اولیانوف دې ته په اشارې سره چې  له ایران سره اړونده شتمنۍ  له امریکا سره هیڅ اړه نه لري ، وئيلي دي ، د واشنګټن له خوا د ایران  دشتمینو بلاک کونه د امریکا غیر قانوني اقدام  دی او امریکا  باید نړیوالې ایټمی موافقې ته په ستنیدا کې لومړنی ګام پورته  کړي او  د ایران تړل شوي  شتمنۍ دې  آزادې کړي .

 اولیانوف   همداراز  د فرانسې له لومونډ  خپرونې سره په خبرو کې وئيلي دي ، هغه  بیګا په ویانان کې د ایران په چارو کې د امریکا له ځانګړي استازي  رابرټ مالي سره  په دوه اړخیزې ناستې کې  وئیلي دي ، هیڅ دلیل نشته چې  امریکا په  جاپان او جنوبی کوریا کې د ایران  شتمنۍ بلوکه  وساتي .  هغه زیاته کړې ، امریکا  له جامعې نړیوالې ایتمي موافقې څخه  په وتلو او د ایران  په ضد د زیاتره دباؤ سیاست  په اعمالولو سره  ددغې نړیوالې ایټمي موافقې  په اجرا کې ډير خنډونه رامینځةکړي دي  ، چې باید ددغو خنډونو دلیرې :ولو لپاره دې  لومړنی ګام پورته کړي څو نړیوالې ایټمي موافقه د اجرا خپل  مدارونه  کچ کړي .

د امریکا اوسني ولسمشر جوزف بایډن  د تیر کرغیړن امریکائي ولسمشر ټرمپ سیاستونو باندې نیوکې کړي  خو  جامعې نړیوالې ایټمي موافقې ته بیرته ستنیدا ئې  دایران  له ګام پورته کولو سره تړلې  او دې ته له اشارې پرته چې  د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې  خلاف ورزي   دچا حکومت کړې ،  او ورڅخه وتلی ، ژمنه کړې چې  که ایران بیرته خپلو ژمنو ته ستون شي ،  واشنګټن به هم دغې موافقې ته بیرته وګرځي . د ایران دا سلامی جمهوریت  چارواکو په کرتو ټينګار کړی ،  هغه مهال به خپلو ایټمي ژمنتیاؤ ته بیرته وګرځي ، چې ا مریکا  په عمل کې درست بندیزونه لغوه کړي  او دغه بندیزونه  د ایران له خوا تائيد هم شي .