د ایران ، ازبکستان او ترکمنستان د درې اړخیزه ملګرتیا سند لاسلیکیدا
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i99946-د_ایران_ازبکستان_او_ترکمنستان_د_درې_اړخیزه_ملګرتیا_سند_لاسلیکیدا
د ایران او مرکزی اسیا جمهوریتونو ترمینځ د درې اړخیزه غونډې ترسره کیدا د دغې حوزې د هیوادونو لپاره ډیر زیات اهمیت لری له ایران سره د مرکزی اسیا د جمهوریتونو ترانزیتی ملګرتیاوې له انزوا د دغو هیوادونو د ویستلو په ترڅ کې له ایران سره د دغو هیوادونو ملګرتیاوې له مخکې زیاتې پیاوړی کړی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 06, 2021 12:48 Asia/Kabul
  • د ایران ، ازبکستان او ترکمنستان د درې اړخیزه ملګرتیا سند لاسلیکیدا

د ایران او مرکزی اسیا جمهوریتونو ترمینځ د درې اړخیزه غونډې ترسره کیدا د دغې حوزې د هیوادونو لپاره ډیر زیات اهمیت لری له ایران سره د مرکزی اسیا د جمهوریتونو ترانزیتی ملګرتیاوې له انزوا د دغو هیوادونو د ویستلو په ترڅ کې له ایران سره د دغو هیوادونو ملګرتیاوې له مخکې زیاتې پیاوړی کړی .

 

د ایران ، ازبکستان او ترکمنستان د ټرانزیټ او ټرانسپورټ د چارواکو درې اړخیزه غونډو د ترسره کیدا د بهیر په مثبت بللو سره دریو هیوادونو د ګډې ټرانزیټی ملګرتیاو په زمینه کې یو بل مثبت ګام وباله .

د نوموړیو هیوادونو استازیو  د غونډې په پاې کې د ملګرتیا یو سند لاسلیک کړ . د ایران ، ازبکستان او ترکمنستان استازیو  په دغه ویډیویی غونډه کې همداراز د ازبکستان ، ترکمنستان ، ایران او عمان کوریډور له لارې د ازمایښتی اورګاډی تګ راتګ د منظمولو په زمینه کې چی د عشق اباد په تفاهم لیک مشهور شوی دی ، ځانګړی پام درلود . د ایران او مرکزی اسیا جمهوریتونو ترمینځ د درې اړخیزه غونډې ترسره کیدا د دغې حوزې د هیوادونو لپاره ډیر زیات اهمیت لری له ایران سره د مرکزی اسیا د جمهوریتونو ترانزیتی ملګرتیاوې له انزوا د دغو هیوادونو د ویستلو په ترڅ کې له ایران سره د دغو هیوادونو ملګرتیاوې له مخکې زیاتې پیاوړی کړی . په دغو شرایطو کې دغه حقیقت باید له نظره لیرې ونه ساتو چی په مرکزی اسیا کې د اسلامی ایران یو مهم  هدف ازبکستان دې . ازبکستان د جیوپولیټیکی نظره د مرکزی اسیا په زړه کې دې  او په دغه سیمه او همداراز افغانستان سره ګاوندې دې . ازبکستان همداراز د مرکزی اسیا تر ټولو زیات نفوس لرونکې هیواد دې . د دې په ترڅ کې چی د ازبکستاان خلک د تاجیکستان خلکو په شان  له تاریخی او کلتوری نظره ډیر نږدې دي . په وروستیو کلونو کې ایران او ازبکستان د سیاسی او اقتصادی اړیکو مخ پر ودې بهیر تجروبه کړې دې .

د مرکزی اسیا د مسلو ډیر کارپیژاندی د دغې سیمې په هیوادونو کې د ایران د شتون په اهمیت په ټینګار سره د ایران سیاسی او اقتصادی شتون د دغو هیوادونو د ګټو او ملی امنیت د تامینولو او ساتلو کې بولی . د بیلګې په توګه د ټرانسپورټ او ټرانزیټ کارپیژاندی عنایت ا... یزدانی په یوه مرکه کې د دې خبرې په کولو سره چی د شوروی له دړې وړې کیدا او د ازبکستان  او تاجیکستان هیوادونو په شان د هیوادونو له جوړیدا وروسته ایران د کلتوری ، تاریخی او مذهبی ځانګړنو په دلیل  په هغو لومړنیو هیوادونو کې شامل وو چی د دغو هیوادونو په رسمیت پیژندلو سربیره یې د مرکزی اسیا له هیوادونو سره  ارتباط ټینګ کړ . دغه کارپیژاندی همداراز په مرکزی اسیا کې د ایران د شتون د اهمیت په اړه وویل په دغه سیمه کې د ایران د شتون اهمیت د ایران لپاره د مرکزی اسیا د امنیتی ، اقتصادی او سیاسی ګټو په چوکاټ کی تعریف کیږی .

د مرکزی اسیا جمهوریتونه د ځانګړو شرایطو له درلودلو او په یوې سټراټیجیکې او مهمې حوزه کی له راتلو سره سره په وچه کی د محصور کیدا او د ازادو نړیوالو اوبلارو د نه درلودلو په دلیل تل کمزوری پاتی شوی او په دوامداره توګه  له سیمه ایزو کړکیچونو سره مخامخ دی . په دې زمینه کی د پردیو هیوادونو شتون او سیمه ایز واو نړیوالو سیالیو د دغو هیوادونو لپاره سخت شرایط رامینخټه کړی دي . دغو حقیقتونوته په پام سره شک نشته چی له یاران سره د ازبکستان او ترکمنستان په شان هیوادونو ټرانسپورټی او ټرانزیټی ملګرتیاوې د سیمې په سویه په برلاسی اقتصاد د دغو هیوادونو لپاره فرصت برابروی .

په همدې دلیل ده چی د دغو هیوادونو استازیو درې اړخیزه ملګرتیا سند لاسلیک کړ . هغه موافقه چی تل به د دریو اړخیزو غونډو په بهیر کې ورته توجه کیده .