په ایټمي خبرو کې لومړیتوب د ایران دملت دګټوتامینیدا ده
د ایران ایټمی مرکچي ټيم د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې دګډ کمیشن دخبرواترو په څلورم پړاؤ کې د ګډون لپاره پرون ناوخته د آسټریا پلازمینې ویانا ته رسیدلی اوټاکل شوې ده د ګډ کمیشن دغونډې نوی پړاؤ نن په ویانا کې ترسره شي .
ایرنا خبری اژانس راپور ورکړی ، د ایران مرستیال خارجه وزیر او دایټمي خبرواترو دمرکچي ټیم مشر عباس عراقچي په دې خبرې په ټينګار سره چې هیله مند یوو، په لنډ وخت کې مسئلې انجام ته ورسول شوو ، وئیلي دي ، په ایټمي خبرواترو کې لومړی لومړیتوب دایران د ملت د ګټو تامینیدا ده .
عباس عراقچي بیګا د ایټمی انرژۍ دنړیوال آژانس له مشر رافایل ګروسي سره له لیدوکاتو وروسته وئیلي دي ، دجمعې له سهار څخه به د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې د لورو دګډ کمیشن غونډې بیرته پيل شي او دا په ویانا کې د خبرواترو څلورم پړاؤ دی او مونږ به هغه بهیر ته چې په مخکې درو پړاؤنو کې مو پیل کړی ؤ ، دوام ورکړو .
د ایران مرستیال خارجه وزیر وئیلي دي ، په وړاندې اوږده لاره ده او هیڅکله نه کیږي ، چې ددې لپاره کوم مهال ویش وټاکل او یا اټکل کړائ شي او ه وغواړو ورته وخت وټاکو نو دا حقیقت پاله خبره نه ده .
عباس عراقچي ددې خبرې په کولو سره چې دخبرواترو دستونزمن کیدا اجازت به ورنه کړو ، او په دقت سره خپل کار ته دوام ورکوو ،زیاته کړې ده ، البته ځيني مشکلات هم شته چې ځیني ئې جدي هم دي او باید ورته دحل لارې په موندلو سره خبرې اترې حل شي .
د ایران ایټمی مرکچي ټيم د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې دګډ کمیشن دخبرواترو په څلورم پړاؤ کې د ګډون لپاره پرون ناوخته د آسټریا پلازمینې ویانا ته رسیدلی اوټاکل شوې ده د ګډ کمیشن دغونډې نوی پړاؤ نن په ویانا کې ترسره شي .