-
شهباز شریف: پاکستان له ایران سره د سټراټیجکو همکاریو په مضبوطولو ژمن دی
May 27, 2025 07:12د پاکستان وزیراعظم د اسلامي انقلاب له معظم رهبر او د ایران له ولسمشر سره له کتنې وروسته وویل: پاکستان په اسلامي امت کښې د ایران د مهم مقام لپاره د ډیر اهمیت قائل دی او د سیمه ایزې صلحې او امنیت لپاره له ایران سره د سټراټیجکو ملګرتیاو پياوړتیا ته خپله ژمنه اعلانوي.
-
د اسلامي انقلاب معظم رهبر د پاکستان له لومړي وزیر سره په کتنه کې د اسرائیلو په خلاف د کارنده اقداماتو په ضرورت ټینګار وکړ
May 27, 2025 04:06د اسلامي انقلاب معظم رهبر د پاکستان له لومړي وزير «شهباز شريف» او ورسره مل پلاوي سره په ليدنه کې، په اسلامي نړۍ کې د پاکستان ځانګړي ځای ته په اشارې سره، په غزې کې د صهیونیستي رژیم د جنایاتو د بندولو لپاره د ايران او پاکستان ترمنځ د ګډو او اغېزناکو فعاليتونو د ترسره کولو پر اړتيا ټينګار وکړ،
-
د قاسمیان نیونه غیرقانوني ده/ شیراز کښې یو قاضي ټرور شو
May 27, 2025 10:14د ایران د قضائیه قوې ویاند په سعودي عربستان کښې د ایراني عالمِ دین حجتالاسلام قاسمیان نیول کیدو ته په اشارې سره وویل: تر دې دمه د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، د دوي نیونه زمونږ له نظره غیرقانوني ده او قضائیه قوه، دا موضوع په جدیت سره تعقیبوي.
-
په ملایشیا کې د چین او امریکا د ټیکنالوژۍ سیالي؛ایرانی مصنوعی ذهانت او نړیوال تیلی صنعت
May 26, 2025 07:25پارستوډي- د ملایشیا د ارتباطاتو او کمیونیکیشن د چارو مرستیال وزیر په مصنوعی ذهانت(آرټيفیشل اینټلیجنس) په پلان کې له چینائي ټیکنالوژيکی شرکت هواوي سره له مګلرتیا یوه ورځ وروسته له کوم توضیح پرته خپلې خبرې بیرته واخیستې.
-
د ایران د کراټې لوبغاړې آتوسا ګلشادنژاد د آسیا اتله شوه
May 26, 2025 07:48پارستوډي- د ایران د کراټې لوبغاړې میرمن آتوسا ګلشادنژاد، په قدرت سره د آسیا د کراټې اتلولۍ سیالیو د سرو زرو مډال وګاټه.
-
پزشکیان: که یوموټي ووسو نو امریکا ناوړه استفاده نه شي کولې
May 26, 2025 02:06د ایران ولسمشر دخپلې کابینې په پرونۍ غونډې کښې وویل: که امریکایان وویني چې مونږ په هیواد کښې یوزړه توب او اتحاد لرو نو زمونږ له حالاتو د ناوړه استفادې سوچ هم نه شي کولې.
-
عراقچي: د عمان په لاروچارو غور کوو
May 26, 2025 01:39د ایران د بهرنیو چارو وزیر د ایران او امریکې د غیرمستقیمو مذاکراتو د وروستي پړاؤ له ترسره کیدو دوه ورځې وروسته وویل چې د عمان د لاروچارو څیړنه روانه ده.
-
د کډوالو اخبار| له جرمني څخه د کډوالو د ایستلو نوې څپه؛ په ایران کې د ۷۰۰ زره افغان زده کوونکو تعلیم
May 25, 2025 12:10پارس تودی- د لومړي ځل لپاره، د پنسلوانیا د ایالت فډرل قاضي د امریکا حکومت ته اجازه ورکړه چي د التمسي پېړۍ د پردي دښمن له قانون څخه کډوالو د ایستلو لپاره کار واخلي. په دې قانون باندې استناد تر اوسه د متعددو محکمو له خوا رد شوی وو.
-
"له لمریزو هیندارو د ښهوالي تر ۳۶ زره کیلومټری مدار پورې د ایران هدفونه"
May 25, 2025 11:33پارس تودی- یوې ایرانۍ څېړونکې د 2D پروکسایټ موادو په کارولو سره، د 3D نانو متخلخلو پروکسایټي لمریزو حجراتو په جوړولو بریالۍ شوه.
-
د ایران ملی ورزش «چوګان»؛ د میرمنو او د سړیو د لیګ انځورونه
May 25, 2025 08:34پارس ټوډی- د ایران د «زاینده رود» یعني د زاینده سیند د جام او کپ په نوم د هیواد د چوګان د لیګ ملې سیالۍ د اصفهان په کوربه توب د سړیو او د ښځو په دوو برخو کښې ترسره شوې.