عراقچي: د عمان په لاروچارو غور کوو
د ایران د بهرنیو چارو وزیر د ایران او امریکې د غیرمستقیمو مذاکراتو د وروستي پړاؤ له ترسره کیدو دوه ورځې وروسته وویل چې د عمان د لاروچارو څیړنه روانه ده.
د تسنیم خبري سایټ په لیکنه، سیدعباس عراقچي بیګا د خبریالانو په ټول کښې وویل: عماني لوري په وروستیو مذاکراتو کښې د خنډونو د لرې کیدو لپاره ځینې لارې چارې مطرح کړې چې څیړنه یې روانه ده.
ښاغلي عراقچي له افریقايي هیوادونو سره د اړیکو په هکله هم وویل: لکه څنګه چې مې په اسلامي شورا(پارلیمان) کښې ویلي وو، افریقا زمونږ د ګاوډیانو او د هغو هیوادونو ترڅنګ یو لومړیتوب دی چې له پخوا راهیسې زمونږ ملګري وو.
د ایران خارجه وزیر د افریقې د ورځې په مناسبت یولړ مراسمو کښې زیاته کړه: له افریقې وروسته زمونږ لومړیتوبونه لاتیني امریکا او ختیځ آسیا ده او مونږ له افریقايي هیوادونو سره د اړیکو د پراختیا په لړ کښې ډیرې هلې ځلې وکړې.
هغه زیاته کړه: هڅه به وکړو چې په افریقايي هیوادونو کښې خپلې سفارتخانې پياوړې کړو او په لاډیرو هیوادونو کښې سفارتونه پرانزو او ورسره اړیکې لاپراخې کړو.