-
په سیمه کښې د امریکې ترهګر اقداما د اسرائیلو د اهدافو لپاره دي
Feb 09, 2024 04:25د ایران د اسلامي جمهوریت د خارجه وزارت ویاند د عراق د ولسي بسیج د یو مشر په شهادت کښې د (سنټکام) د امریکايي تهرګرو اقدام د فلسطین د خلکو خلاف د صهیونیسټي رژیم له جنایتونو د امریکې د حکومت د هراړخیز ملاتړ د دوام په لړ کښې وباله.
-
د عربستان پاچا او ولیعهد د ایران د اسلامي انقلاب د بریا د کلیزې مبارکې رالیږلې ده
Feb 09, 2024 04:22په تهران کښې د عربستان سفیر د اسلامي انقلاب د کامیابۍ د کلیزې په مناسبت د عربستان د باچا او ولیعهد د مبارکۍ پیغامونه د بهرنیو چارو وزیر ته وړاندې کړل.
-
د ترهګرو موخه په پاکستان کې د ولسواکۍ د بهیر ننګول دي
Feb 08, 2024 12:02کنعاني وويل: د ايران اسلامي جمهوريت د ډيموکراسۍ په بهير او د ترهه ګرۍ له ناوړه ښکارندې سره په مقابله کې د پاکستان د دوست، ګاونډي او ورور هیواد د حکومت او ملت په څنګ کې دى.
-
د رهبرۍ سترمقام اسلامی انقلاب د بعثت د بلنې د اجابت نتیجه وباله
Feb 08, 2024 11:49د ایران د اسلامی انقلاب معظم رهبر څرګنده کړه: نن سبا امریکا، انګلستان او ګڼ شمیر اروپایی هیوادونه او د هغوی پلویان د صهیونیسټی رژیم جنایتکاره او په وینو لړلی لاسونو تر شا دی چې له همدې پوهیدلای شو چې اوسنی نړیوال نظام باطل او بې ثباته اوله مینځه به لاړ شی .
-
ولسمشر رئیسي د سوله ایزې اټومي انرژۍ پر لرلو ټینګار وکړ
Feb 08, 2024 01:15د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر په تهران کې د بهرنیو سفیرانو په غونډه کې، د سوله ایزې اټومي انرژۍ لرل د ایران د ملت حق وباله.
-
امریکا باید پوهه شي چې د هېوادونو په چارو کې د لاسوهنې اجازه نه لري
Feb 07, 2024 12:45د ایرنا د خبر له مخې، د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي په تهران کې د عراق د کورنیو چارو د وزیر له سلاکار او ورسره ملګري پلاوي سره په کتنه کې، په عراق کې د امریکې د پوځي اقداماتو په غندلو سره وویل: امریکا باید په دې پوهه شي چې نه شي کولای په هېوادونو کې لاسوهنه او پر سوریې او یمن باندې بمباري او په عین حال کې د صهیونیسټي رژیم ملاتړ وکړي.
-
ایران له روسیې او چین سره ګډ سمندري تمرینات کوي
Feb 07, 2024 11:27د ایران د اسلامي جمهوریت د سمندري ځواکونو قومندان ویلي چې دغه هېواد به د روان کال په پای کې، د سیمې د امنیت د تامینولو په هدف، له روسیې او چین سره ګډ سمندري تمرینات ترسره کړي.
-
په افغانستان کې د ایران نوی کلتوري سلاکار معرفي شو
Feb 07, 2024 11:14په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت د سفارت مرستیال سید حسن مرتضوي، د سرپرست حکومت د اطلاعاتو او کلتور له وزیر ملاخیرالله خیرخواه سره په کتنه کې، په کابل کې د ایران نوی کلتوري سلاکار رسماً افغان چارواکو ته معرفي کړ.
-
د ایران او عراق ترمنځ د حسیني اربعین د ترسره کولو تړونونه لاسلیک شول
Feb 07, 2024 09:20د اربعین په تړاو دویمه غونډه د عراق او ایران د کورنیو چارو د مرستیال وزیرانو په شتون سره په تهران کې ترسره شوه او په دغه غونډه کې د راتلونکي کال حسیني اربعین د ترسره کولو لپاره تفاهم لیکونه لاسلیک شول.
-
د ایران د وسله والو ځواکونو پروړاندې د امریکا د بې اساسه تورونو ردېدل
Feb 07, 2024 08:42په ملګرو ملتونو کې د ایران سفیر او دایمي استازي امیر سعید ایرواني وویل: ایران د خپلو وسله والو ځواکونو په خلاف د امریکې بې اساسه تورونه په کلکه ردوي.